افغانستانگزارش ها

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پېښو ته د رسېدو کمېسیون ناسته وشوه.

په یاده ناسته کې هم د تېر په څېر د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو د ستونزو پر حل خبرې اترې وشوې. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال پېښو ته د رسېدو کمېسیون اړوندو ادارو کارونه و ارزول او اړوندو مسؤولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال دې زیانمنو شوو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند پر دې سربېره ټینګار وکړ، چې د ولس خدمت او د هغوی د ستونزو حلول د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دی او دوی به په پوره ژمنتیا سره دا کار کوي. محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند همدارنګه د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د مرستو په وېش کې هم د شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اړوند وزارتونه او ادارې باید په ډېر شفاف ډول زیانمنو شوو ته مرستې تقسیم کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند پېښو ته د رسېدو کمېسیون ټولو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې دې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ونیسي. پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو وزارتونو او ادارو وویل؛ هغه ولایتونو کې، چې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي په وخت د مرستې ټیمونه لېږلي او تر ډېره یې له زیانمنو شوو خلکو سره لومړنۍ مرستې کړې دي. د یادولو وړ ده، چې د تېرې یوې میاشتې په جریان کې په هېواد کې د راغلو سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان شهیدان او ۲۶۵ ټپيان شوي، ۶ لکه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې، په زرګونو څاروي له منځه تللي او په سلګونو کانالونه، کارېزونه، کوچني بندونه او استنادي دېوالونه تخریب شوي دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button