افغانستانگزارش ها

د افغاني سرې میاشتې رهبري پرلپسې هڅې کوي، چې په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو وګړو ته د نړیوالو مرستې راجلب کړي؛ ترڅو د اړمنو وګړو بشپړ لاسنیوی وشي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په همدې موخه کابل کې د قطر هېواد له سفیر ښاغلي سعید الخیارین او افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له استازي احمد سره لیدنه ترسره کړه.ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص کابل کې د قطر له سفیر غوښتنه وکړه، چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې او د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو وګړو د نړیدلو کورونو د بېرته جوړولو لپاره د افغاني سرې میاشتې له لارې زیانممو سره نغدي مرسته وکړي او یادو زیانمنو ته د مرستو ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې له لوري د بېوزله وګړو په لاسنیوي کې سهیم شي او دوی ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو په مرسته کې افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي. همدا ډول د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د قطر له سفیر څخه یې وغوښتل چې د سوري زړه د ناروغو ماشومانو د درملنې په برخه کې د افغانستان د خلکو مرسته وکړي. ښاغلي سعید الخیارین ژمنه وکړه، چې پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزله ځپلو ترڅنګ به د سیلاب ځپلو په لاسنیوي کې افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکوي او د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ناروغو ماشومانو روغتیایي خدمت ته به را وړاندې شي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button