افغانستانمقاله

بې پایلې ناستې او بې ځایې اندیښنې

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES
د روسي سر چینو په حواله مسکو به راتلونکې اوونۍ د مرکزي اسیا هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د پنځمې غونډې کوربه وي.
افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، چې ددغه هېواد بهرنیو چارو وزارت کې اسیا لپاره د دویم سیاسي مدیریت مشر هم دی، ویلي دې چې غونډه کې به د هند، چین او پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکاران هم برخه ولري.
که څه هم چې روسي مقامات او ضمیر کابلوف تر دی دمه د ددی ناستې د اجندا په اړه توضیحات نه دی ورکړي خو د مرکزي اسیا او د سیمې څو نورو هېوادونو ، د ملي امنیت سلاکارانو په هغه غونډه کې چې تیر کال دمی په میاشت کې دتاجکستان هیواد په پلازمینه دوشنبه کې جوړه شوې وه ، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو اندیښنه ښودلې وه او دافغانستان سره شریکې پولې د داعش ډلې لخوا د احتمالي بریدونو له امله خطر ناکې بللې وې.
تر هغې وروسته چې په افغانستان کې ا.ا.ا بیا واکمن شو ، دسیمې په کچه څو غونډې دافغانستان په اړه جوړې شوې چې دتهران ، دهلی، اسلام اباد ، او مسکو غونډې دبیلګې په توګه یادولای شو .
په ټولو یادو ناستو کې دافغانستان پر امنیتي وضعې او اندیښنو باندی بحثونه شوي دي خو دافغانستان حکومت داستازو نه ګډون ، دغه ناستې بې پایلې کړي دي ځکه چې افغانستان د دوې د انګیرنو او اندیښنو اصلي اړخ او محور دی . دافغانستان استازی کولی شی په هیواد کې د ځمکنیو واقعیتونو رښتنی انځور وړاندی کړي ځکه چې د افغانستان د حکومت او د یاغي ډلو زور او قوت افغان حکومت ته جوته دی.
دافغانستان د امنیتي وضعې او له دی ځایه د ځینو ګروپونو د فعالیت مسله د افغانستان د ا.ا.ا. په نشتون کې داسې بڼه لري لکه چې دفوتبال په لوبه کې مرکزی لوبڅار ( داور) موجود نه وي او لوبه تر سره شي .
د داعش یا خوارجو ډلې په اړه د یادو هیوادونو اندیښنې ځکه ورځ تر ورځې زیاتیږي چې دوی د یادې ډلې په اړه له واقعیتونو خبر نلري .
دنیا ته جوته ده چې دتیر حکومت د واکنۍ پر مهال ، سره له دی چې دامریکې او ناتو پوځونه په افغانستان کې حضور درلود بیا هم ناتو او دتیر حکومت امنیتي ځواکونو ونه توانیدل چې داعش ته پریکنده ماته ورکړي خو د ا.ا.ا ځواکونو د هیواد په څو مهمو سیمو کې د داعش اصلي مرکزونه له منځه یوړل .
د ننګرهار ولایت دشینوارو ولسوالۍ ، د جوزجان ولایت د دزراب ولسوالۍ ، دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ او د کنړ ولایت ځینې سیمې چې د یادې ډلې اصلي ادې بلل کیدلې ، دا.ا.ا. د مجاهدینو له خوا فتح او مرکزونه یې د تل لپاره له منځه لاړل .
په تیر یو نیم کال کې داخبره ټولو ته ثابته شوه چې اوسنی حکومت یوازینی حکومت دی چې په ټوله خاوره کې بشپړ حاکمیت لری او داعش یوه لویشت خاوره هم په واک کې نلري .
د مسکو او ځینو اسیایی هیوادنو اندیښنې په اوسنیو حالاتو کې کیدای شی دوه ریښې ولري :
لومړی دا چې دوی دافغانستان له حالاتو پوره خبر نلري ځکه چې د افغانستان حکومت د دوی په ناستو کې حضور نلری .
دوهم کیدای شی دا وي چې دوی په دی پلمه غواړي دافغانستان حکومت تر سیاسی فشارونو لاندی ونیسي تر څو خپلې غوښتنې پری ومني.
که چیری د سیاسی فشارونو او ناروا غوښتنو مسله مطرح وی نو ، د اسلامي امارت یوه نیمه کلنه واکمني داخبره ثابته کړې ده چې هیڅ ډول فشار او پلمه نه شي کولی د افغانستان د حکومت دریځ بدل کړی بلکی یواځینی لاره دا ده چې افغان حکومت سره پر اړوندو مسلو باندی د یو مساوی الحقوق هیواد په توګه خبرې وشي .
که چیرته دافغانستان له حالاتو د بی خبرۍ دلیل وي نو باید دوی په خپلو غونډو کې دافغانستان رښتیی استازي ته ځای وکړي تر څو حقایق او واقعیتونه ورته تشریح کړي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button