افغانستانگزارش ها

دخوارجو پر وړاندې د خلکو دیني مسوولیت عسرچینه،GETTY

دا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، امنیتي ځواکونه د دوشنبې په ورځ ماښام د کابل اتمې ناحیې اړونده کارته‌نو سیمه کې د (داعش) ډلې پر یوه پټنځي برید کړی دی. په یادو مهمو عملیاتو کې چې د کارته نو د سرک نو په سیمه کی تر سره شول ، د داعشي خوراجو لس هاوو تنه جنګیالي وژل شسوي او یوشمیر یې ژوندي نیول شوي هم دي . په یاد پټنځي کې پر افغان اتباعو سر بیره بهرني خوارج هم اوسیدل . یاد عملیات شا او خوا لس ساعته دوام درلود ځکه چې پټنځی په داسی یوه سیمه کې واقع و چې ګڼ میشته وه او شوا او خوا یې دسیمې د اوسیدونکو کورونه ول . تر هرڅه وړاندې باید د اوسنیو امنیتي ځوکونو میړنتوب او مسلکي چلند وستایو چې په داسې یوه سیمه کې یو مهم پتڼڅی کشف کوي او بیا داسی مسلکي عملیت پرې کوي چې دسیمې اوسیدونکو ته هیڅ دول ځاني تلفات نه اوړي. دوهمه مسله دا ده چې : امنیتي ځواکونه او د ا.ا.ا. د هر ډول پیښو په اړه رښټیني معلومات او له ټولو جزییاتو سره کره حقایق ، خلکو ته وړاندې کوي . د یو ځواب ویونکي حکومت ځانګرتیا ایجاب کوي چې ټول حقایق او واقعیتونه خپل ولس ته وړاندې کړي . زمونږ ولس تیر حکومتونه او د هغوې پټ کارونه لیدلی دي چې په ځینو سیمو کې یې عام خلک په نښه کول او جزییات یې هم نه وړاندی کول خو اوسنی حکومت حتی د عملیاتو له پیلدو سره جوښټ ، اطلاعات ورکوي او عیني شاهدان ګوري چې ځمکني واقعیتونه له وړاندې شویو اطلاعتو سره موافق روان دي . دیو اسلامي حکومت سیاست باید همداسی وی چې حقایق له خپل ملت نه پټ نکړي . ولسونه د داسې حکومتونو ننګه او ملاتړ کوي چې صادق او رښتیا ویوونکي وي. دریمه خبره د داعشي خوارجو مسله ده . د غه جهنمي ډله چې دعام وژنې او فتنې اچولو سیوا بل کار نلري ، داسې یوه ډله چې په ټوله دنیا کې د تروریستي ډلې په نامه پیژندل شوې او دخپل تاریخ په اوږدو کې د انسان وژنې او په تیره بیا مسلمان وژنې سیوا بل کار نه دی کړي ، د همداسې عملیاتو لایقه ده. په تیر یونیم کال او تر هغې وړاندې چې کوم کرکجن کارونه د یادې ډلې له ادرسه تر سره شوي دي ، د خوارجو د انساني او اسلامي ضد انځور ، یوه صفا هینداره ده . شهر نو سیمه کې پر کابل هوتل برید او دبهرنیو چارو وزارت په دروازه کې هغه برید چې د لسګونو عامو خلکو او دپلوماټانو ژوند یې واخیست ، هغه بیلګې دي چې د دی جهنمي او خوارجي ډلې حقیقت او ارادې څرګندوي . هر څومره چې داعش په ارامه فضا کې د سا اخیستلو چانس تر لاسه کړي ، په هغه اندازه د عامو خلکو ژوند تر ګواښ او بریدونو لاندې راځي . اړینه خبره دا ده چې د نظم راوستلو او امنیت ساتلو په برخه کې یوازی امنیتي ځواکونه او حکومتونه مکلف نه دي بلکې دا د عامو خلکو دیني او انساني دنده ده چې د خپل ماحول اوخپل هیواد په امنیت او هوساینه کې پوره پوره برخه واخلي . خلک باید پر دی پوه شي چې حکومت او امنیتي ځواکونو سره د داعشي خوارجو پر ضد هر ډول مرسته او همکاري ، د ایمان او اسلامي خصایلو یوه مهمه برخه ده . که چیرې څوک خبر ولري چې داعش په کومه سیمه کې د ځای پر ځای کیدو او یا تخریبي عملیتو اراده لري او دا خبره له امنیتي ځواکونو او حکومت سره شریکه نکړي ، دهغو بی ګناه خلکو په قتل او وینه کې شریک دی چې د دوی د ورانکاریو په پایله کې شهیدان کیږي . هر با ایمانه او مسلمان انسان ته په کار دي چې د دې خوراجي ډلې په اړه ټول معلومات او امکانات له اسلامي حکومت سره شریک کړي اتر څو هم د ناوړو پیښو مخه ونیسي او هم د خدای (ج) پر وړاندې ، خپل مسوولیت پر ځای کړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button