افغانستانگزارش ها

یوې باطلې ادعا ته دپای ټکی

دافغانستان .ا.ا. د نجونو د تعلیم او تحصیل د بیرته پیلیدو لپاره ځانګړي کمسیونونه ټاکلي دی تر څو د کال تر پیله پورې خپلې چارې بشپړې کړي.د حکومت ځینو سر چینو څرګنده کړې ده چې د یادې موخې دتر سره کیدو لپاره د جوړ شویو کمسیونونو کارونه ګړندي شوي دي .اسلامي امارت له پیله داسی نه و ویلي چې ګنې د نجونو تعلیم او تحصیل به ودروي بلکه د زدګړې د شرایطو ، تعلیمی نصاب او څرنګوالي په برخه کې د اصلاحاتو دراوستلو خبره کړې وه .مکتوبونو او پوهنتونونو کې د نجونو حضور دلنډې مودې لپاره تر دوهم امر دریدلی و .دغه حکم هم په داسی حالاتو کې صادر شو چې په سړو سیمو کې پوهنتونونه رخصت شوي ول .له پیله داخبره څرګنده وه چې حکومت غواړي د رخصتیو تر خلاصیدو پورې د نجونو د لوړو زدکړو لپاره د زمینې برالرولو چارې بشپړې شی نه د تحصیلاتو د دځنډیدو .که چیرې د حکومت او یا دامارت دمشر اراده دا وای چې مکتبونه او پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل شي ، بیا خو دنصاب او نورو شرایطو لپاره یې کمسیونونه نه ټاکل. د یادو کمسیونونو جوړیدل د دی مانا لري چې حکومت غواړي د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو د تعلیم ، تحصیل او کار لپاره زمینې برابرې کړي .تر هغه ځایه چې د شپږم صنف نه پورته د مکتبونو مسله ده ، دافغانستان په ډیرو ولایتونو کې تیر کال هم نجونې مکتبونو ته تللی او تر ۱۲ صنف پورې زدکړې کولې خو په ځینو ولایتونو کې چې د زدکړو شرایط د شریعت سره برابر نه و ، د یوې مودې لپاره دهغوی په تعلیم کې ځند راغی .البته حکومت دی لپاره چې دغه ځنډ د دوې په تعلیم او ژوند باندی منفي اغیز ونکړې ، دا پریکړه هم وکړه چې د کب په میاشت کې هغوې نه ازموینه واخلي او کامیابانو ته یو صنف ارتقا وکړي .دغه اعلان په رسمي توګه د افغانستان د معارف وزارت له خواهم وشو . ورسره جوښټ دا پریکړه هم وشوه چې د ۱۲ صنف له هغو نجونو نه چې د پخواني پروګرام سره سم سږ کال فارغیدل ، د کانکور ازموینه هم واخیستل شي.ځکه خو دا خبره له پخوا نه جوته وه چې دافغانستان حکومت نه یوازې د نجونو د تعلیم او تحصیل مخه نه نیسي بلکې ټولې هغه موانع هم لری کوي چې د ښځینه وو د زدکړې پر مخ موجودې دي . په کور دننه او بهر کې چې د نجونو د حقوقو په نامه کومې غوغاوې را پورته شوی دي ، دا ټول د سیاسي فشارونو لپاره دي تر څو افغان حکومت دی ته مجبوره کړي چې ځینې نا روا غوښتنې ومني او تیرو فاسدو څیرو ته یو ځلې بیا چانس ورکړي چې په واک کې شریک او د خلکو پر برخلیک باندې لوبې وکړي .په تیرو دوو میاشتو کې د ملګرو ملتونو څو تنه لوړ رتبې مامورین افغانستان ته راغلل او د نجونو د کار او تحصیل په برخه کې د ا.ا.ا. له لوړ رتبه چار واکو سره یې وکتل . دراغلو ټولو دپلوماټانو او چار واکو څرګندونې وښودلې چې دافغانستان لوړ رتیه حکومتي چا رواکو ورته د دغې مسلې پوره ډاډ ورکړی دی خو بیا هم د تبلیغاتو بازارونه یې تود وساتل تر څو د سیاسي فشارونو دروازې خلاصې پاتې شي .دافغانستان هر ه کورنۍ چې نجونې یې په مکتبونو او پوهنتونونو کې درس وایی ، دی ته هم چمتو او هم خوشحاله دي چې د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د زدکړې ، تحصیل او کار زمینې ورته برابرې شي ، دغه راز هره مسلمانه او افغانه نجلۍ په اسلامي شرایطو برابر زدکړې غواړي خو ځینې بهر میشتي خلک چې له اسلامي حدودو د باندې د کار او زدکړو زمینې غواړي ، نه د ښځو کار او نه هم تعلیم او تحصیل غواړي بلکې د حکومت د بدنامولو او تجریدولو ارادې لري چې دی ناروا موخې نه شي رسیدلای.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button