جهانمقاله

لمر په ګوتو نه پټیږي

دبلغاریا په هیواد کې چې کومه پیښه رامنځته شوې ده ، بې له شکه چې یوه بشري فاجعه او ناتار دی . کله چې تر يڼځوسو زیات پناه غوښتونکي په یو سربند ګاډي کې د غیر قانوني لیږدونې لپاره ځای پرځای کیږي او په لس هاوو ګیلومتره مزل کوي ، پخپله دا مانا لري چې د دوی دوژنې تدابیر نیول شوی دي .
په ټوله دنیا کې د پناه غوښتونکو لپاره ځینې حقونه منل شوی دي د خوندي ژوند ،با عزته اوسیدل ، ډوډی او مسکن ، دیادو حقونو په سر کې راځي .
له بده مرغه د افغانستان د پناه ِغوښتونکو په برخه کې دغه حقونه دکوربه هیواد له خوا هم په نظر کې نه نیول کیږي .
دایران او پاکستان له پولیسو نیولي بیا تر ترکیې او یونان پورې امنیتي ماموران له کډوالو او پناه غوښتونکو سره داسې چلند کوي چې له انسانیت او بشري حقونو سره هیڅ تړاو نلري .
همدا اوس د پاکستان ، ایران او ترکیې بندیخونې له افغان پناه غوښتونکو ځوانانو ډکې دي . دغه ځوانان له خورا ځورونو او کړاوونو وروسته بیرته راشړل کیږي . په وروستیو میاشتو کې لس هاوو زره افغانان له ترکیې او ایران نه راشړل شوي دي .
دملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو ان ایچ سی ار ) هم د افغان پناه غوښتونکو په اړه هیڅ ډول غوخ او پریکنده اقدام نه دی کړی .
خو له دي ټولو سره سره ، ځینې هیوادونه په تیره بیا غربي هیوادونه یو ډول هڅه کوي چې د دی ټولو ناخوالو پړه پر افغان حکومت واړوي . دوی داسی ادعا کوي چې دافغانستان ځوانان په خیل هیواد کې د خوندي ژوند له نعمته بې برخې دي او له ډاره نورو هیوادونو ته پناه وړي .
د دې ناسمې ادعا په هکله باید ووایو چې لومړی خو له افغانستانه د ځوانانو وتل ډیره اوږده سابقه لري . د ظاهر شاه له پاچاهۍ نه نیولې تر دادووخان جمهوریته او بیا د دموکراتیک ګوند روس پلوي حکومت او غربي حکومتونو پورې ، افغان ځوانان د بیکارۍ او فقر له امه دمزودرۍ لپاره نورو هیوادونو ته تللی دي .
کله چې په افغانستان کې اشغال پای ته ورسید او ا.ا. واک ته ورسید ، ټولو افغانانو ته د مخالفانو په ګډون د عفوی عمومي اعلان وکړ او له افغانانو یې بار بار وغوښټل چې په خپل هیواد کې پاتی شي او خپله انرژي د هیواد په بیا رغاونه کې په کار واچوي .
د دی عمومي عفوې له برکته ډیری پخواني مامورین او پوځیان خپلو پخوانیو دندو ته ځي او بې له هر ډول ستونزې او مشکلاتو ژوند کوي .
البته د بیوزلۍ ستونزه نوې نه ده . لکه چې یادونه وشوه له شاهي دورې نه را دیخوا د کار لپاره نور هیوادونو ته ځي . که چیرې دلته په افغانستان کې د افغانانو ژوند په خطر کې وي نور افغانان څنګه په خپل هیواد کې ژوند کوي؟
افغان حکومت خو د کډوالو په برخه کې څو څو ځلې له پاکستان ، ایران او نورو هیوادونو سره خبرې کړې دي .
اوس باید هغه هیوادونه چې دافغانستان ا.ا. پړ بولي ، خپلو دندو او مسوولیتونو ته پام وکړي چې کډوال او پناه غوښتونکي د هغوې په خاوره کې ساه ورکوی او یا په ډول ډول ځورول کیږي تر څو چې دمرګ کندې ته لویږي .
دوی غواړي لمر په ګوتو پټ کړي خو دا خبر ټولو ته جوته ده چې دیادو مرګ ژوبلو او روان بشري ناورین اصلي مسوولین دوی دي نه افغان حکومت .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button