افغانستانگزارش ها

غیر مسوولانه څرګندنې ، ستونزې نه حلوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري د مونیح کنفرانس په څنډه کې ویلي دي چې :(که چیرې افغانستان کې د ترهګرو ګروپونو فعالیت جدي ونه ګڼو او د ترهګرۍ ځپلو کې خپله اراده ټینګه ونه ښيو، نو دوی به په سیمه کې ترهګري رامنځ ته کړي. موږ لا پخوا د دوی د چارو پراخېدو شاهدان یوو، کابل کې له بدلون وروسته پاکستان کې ترهګریزې پېښې ډېرې شوي. ډېر وخت به پرې ونه لګي چې نورو سیمو ته هم ورسېږي).ښاغلي بلاول بوټو ، سوله ییز افغانستان یې د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او غوښتنه یې کړې ده چې نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستې وکړي، کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي، بانکي محدودیتونه دې لرې کړي او له افغانانو سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.دا چې ښآغلی بلاول بوتو له افغانستان سره د نړیوالو اړیکې او تعامل یوه ضروری خبره بولي ، پر یو عینی واقعیت باندې اعتراف دی خو ځینی خبرې یې دا سی دي چې له واقعیتونو ښکاره انکار او سترګې پټول دي . د بلاول بوټو د هغو خبرو هرکلی کوو چې سوله ییز افغانستان یې د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او غوښتنه یې کړې ده چې نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستې وکړي، کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي، بانکي محدودیتونه دې لرې کړي او له افغانانو سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.”خو د ځینو نور پیښو پړه پر افغانستان باندې اچول او داسې ښودل چې دا.ا.ا. تر واکمنیدو وروسته د پاکستان د طالبانو تحریک خپل پوځی حرکتونه پیل کړي دي ، یوه بې بنیاده ادعا ده .دایو حقیقت دی چې پاکستان نن سبا له امنیتي ننګونو سره مخ دی او حتی نړیوالو کتونکو هم ویلي دی چې دغه هیواد د تی تي پي د ځپلو توان نلري خو دا خبره نوې نه ده . د پاکستان د طالبانو تحریک دهغه هیواد پر وړاندې د جګړه ییزو فعالیتونو کم تر کمه شل کلنه سابقه لري .د دی هیواد پخوانی پوځی مشر جنرال پرویز مشرف څو څو ځلې د پاکستان د طالبانو تحریک بر مورچلونو بمبارۍ وکړې او مهم کسان یې له منځه یوړل .تر هغې وروسته هم د پاکستان پوځ څو څو ځلې د طالبانو پر مرکزونو بریدون کړي دي او یاد تحریک هم د پوځ او امنیتي ځواکونو پر پوستو او مرکزونو باندی حملې کړي دي .دطالبانو تحریک په پاکستان کې کومه نوې پدیده نه ده چې اسلامي امارت رامنځته کړې وي . بله خبره دا چې دافغانستان اوسنی حکومت پخپله له ډول ډول اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی . پیسې یې په نورو ملکونو کې کنګل پاتې دي او ملیونونه وګړي یې دبی وزلۍ شپې سبا کوي . داسې یو هیواد کله هم نشي کولی په نورو ملکونو کې د جګړې مصارف ورکړي . جوته ده چې هر جګړه ُ شا ته غټې مالي سر چینې ، د روزنې مرکزونه ، لوژستیکي امکانات او ………… غواړي چې افغانستان غوندی یو هیواد یې نه شي پوره کولای.ښاغلی زرداري د یو هیواد دبهرنیو چارو وزیر په توګه باید مستندې او دمنلو وړ خبرې وکړي .د هیوادونو تر منځ د ځینو ستونزو رامنځته کیدل ، یوه غیر عادي خبره نه ده خو بی دلیله دنورو خلکو تورنول بوه غیر عادي خبره ده چې خپګان رامنځته کوي .پاکستان باید د بی موردو ګیلو او تور پورې کولو پر ځای له افغان حکومت سره خبرې وکړي تر څو اصلي اندیښنې د دواړو هیوادونو په نیغو خبرو کې مطرح او ورته د حل لارې وموندل شي .د شکایتونو او ګیلو غزول ، مشکلات او غلط فهمۍ ډیروي او مغرضو لاسونو ته د لا ګډوډیو رامنځته کولو ، فرصتونه ورکوي .

سونیا عزیزی

خبرگزاری توانا

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button