افغانستانمقاله

دیو مسوول حکومت ملي دریځ

که څه هم چې دطور خم په دروازه کې د نښتو په اړه ځینې رپوټونه د پاکستاني رسنیو له خوا خپاره شوي دي خو د افغانستان دحکومت چارواکو په وار وار دا خبره سپینه کړې ده چې په طور خم کې د افغاني او پاکستاني ځواکونو تر منځ کومه نښته نه ده شوې.
زمونږ د بحث موضوع دا نه ده چې په طور خم کې کومه نښته شوې ده که نه .
هغه څه چې څرګند دی دا دی چې اوس لپاره د طور خم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې بنده شوې ده ُ، نه انسانان اونه وسایط له دی دروازې تګ راتګ کولی شي .
د افغانستان حکومت ، د دروازې تړل مني او وایی چې پاکستان په پرله بسئ توګه له خپلو ژمنو شاته کیږي او هغه تعهدات نه عملي کوي چې د تګ راتګ په برخه کې له افغان حکومت سره کړي دي ځکه د طور خم دروازه یې تړلې ده .
پاکستاني رسنۍ او سرحدی چارواکي هم دا خبره تاییدوي چې د افغانستان سرحدي مامورینو تر هغې وروسته د طور خم دروازه وتړله چې پاکستانی ملمورینو د یو ناروغ او پایواز د تیریدو مخه یې ونیوله .
پاکستان هیواد ژمنه کړې وه چې د ناروغانو په برخه کې او دغه راز د خلکو د اسناد د لیدلو پر مهال ، اصولي او د شویو توافقاتو سره سم چلند کوي خو له دې ژمنې په وار وار سر غړونه کړې او دناروغانو او نورو اسنادو د کتنې په چارو کې ستونرې رامنځټه کړي دي .
دا ځل هم د ناروغ او دناروغ د اسناد د کتنی او له دروازې د تیریدو په برخه کې مشکلات پیدا کړي او دتیریدو اجازه یې نه ده ورکړې.
افغان حکومت هیڅکله هم د پاکستاني اتباعو د اسنادو او معاینې په برخه کې داسې مشکل نه دی جوړ کړی چې د خپګان لامل ګرځیدلی وي خو هغوې تل ناروغان ، مسافر ، سوداګر او موټر چلوونګو ته ډول ډول ستونزې او مشکلات جوړ کړي دي .
هر دولت د خپلو اتباعو د حقونو د ساتنې مسوولیت لري او په دی برخه کې خپل ملت ته ځواب ویونکی دی .
داچې تیرو حکومتونو ، د پاکستان له ناغیړیو سترګې پتې کړې دي او یا دا چې د بهرنیو هیوادونو د فشارونو په پایله کې له هر راز تخطۍ او ناخوالو تیر شوي دي ، یوه جلا مسله ده خو اوسنی حکومت دخپلو اتباعو پر وړاندې د مسوولیت احساس کوي ، غواړي د افغانانو استازیتوب وکړي او د هر ډول غیر قانونی فشارونو مخه ونیسي چې د ګاونډیو هیوادونو له خوا پر افغان سوداګرو ، موټو چلوونکو ، مسافرینو او ناروغانو واردیږي .
طور خم داسې یوه دروازه ده چې د افغانستان او پاکستان شریکې ګټې ورپورې تړل شوي دي . له دې دروازې دپاکستان لارۍ افغانستان او منځنۍ اسیا ته تاګ راتګ کوي او دافغانستان لارۍ د ګوادر تر بندره پورې ځي .
د دی دروازې تړل کیدل افغانستان او پاکستان ته په مساوي ډول زیان اړوي . کله چې پاکستان له دې دروازې ګټه پورته کوي او افغانستان ته د قانوني ګټو اجازه ورنکوي ، دیو مسوول حکومت دنده ده چې مخه یې ونیسي او همداسی عمل وکړي چې د هغوې ګټې هم چلنج شي .
دتیرو حکومتونو پر مهال هم دافغانستان خلکو بار بار دا غوښټنه کړې وه چې افغان حکومت په بالمثل عمل لاس پورې کړي خو هغوې دا کار نه دی کړی .
اوسنی افغان حکومت دخپل مسوولیت په پیژندلو سره د خپلو اتباعو د حقونو پوښتنه کوي او یو مسوول حکومت باید همداسې عمل وکړي .
ولس باید د داسی حکومت ملا وتړي نه پردي پالو او په پردو متکي حکومتونو .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button