افغانستانگزارش ها

کابل ته دپاکستاني پلاوي سفر

دپاکستان هیواد یو لوړ رتبه پلاوی نن کابل ته دسفر پرمهال دافغانستان حکومت له لوړ رتبه چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ ، د دیورند پر فرضي کرښې د امنیتي ستونزو او دغه شان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په اړه بحثونه او خبرې وکړل.دپاکستاني پلاوي په جوړښت کې د هغه هیواد د دفاع وزیر خواجه اصف او د ای –اس –ای استخباراتي ادارې مشر جنرال ندیم هم شامل دي.دافغانستان د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد په قول ، د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله وخت نا وخت د نا امنیو او ستونزو د رامنځته کېدو په اړه دغه شان د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو د ځنډېدو او د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې پر اسانتیاوو بحثونه وشول.دریاست الوزرا دلومړي مرستیال ملا عبدالغنی برادر له دفتر څخه په خپره شوې خبرتیا کې هم راغلي دي چې په دی لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار شوي او په کې راغلي، سوداګریزې اړیکې باید له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا وي.دافغنستان حکومت د سر چینو په وینا په دې لیدنه کې په تورخم او سپین بولدک کې د مسافرو او عاجلو ناروغانو لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کېدو او په پاکستاني زندانونو کې د پرتو افغان بندیانو د خلاصون په اړه هم خبرې او بحثونه وشول.که څه هم چې پاکستاني رسنۍ او دولتي سر چینو د دی سفر په اړه ټینګار کړی چې اصلي موخه یې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر مرکزونو باندی خبري او داسنادو وړاندې کول دي ، خو په کابل کې دا خبره سپینه شوه چې د راغلي پلاوی او افغان چار واکو تر منځ تر ډیره بریده پر هغو مسلو باندی خبری شوی دي چې د دیورند پر فرضې کرښې او طور خم دروازه کې کله ناکله رامنځته کیږي .دتیرې یکشنبې په ورځ له یوې خوا په طور خم دروازه کې د ناروغانو دتیریدو پر وړاندې د پاکستانی مامورانو له خوا مشکلات رامنځته شول او له بله پلوه د ډیورند کرښې په ځینو سیمو کې د پاکستاني پوځ له خوا سر غړونې تر سره شوې چې دافغانستان حکومت د اعتراض په بڼه د طور خم دروازه وتړله .د یادې دروازې تړل کیدل ، پاکستان او افغانستان ته ډیر اقتصادي زیانونه اړوي خو افغان چاروکي ځکه دا دروازه وتړله چې پاکستان غوښتل یوازی او یوازی دپاکستان ګټې له دی لارې تامین شي ، ځکه افغان حکومت مجوره شو تر څو د مسلې تر سپینیدا پورې دغه دروازه بنده کړي .اوس چې پاکستان یو بالمثل عمل سره مخ شو خپل لوړ رتبه پلاوی یې افغانستان را را واستاوه تر څو د حل لارو پر سر له افغانستان سره خبرې وکړي .کومې مسلې چې دافغانستان حکومت له خوا دی پلاوي سره شریکې شوی دي دا دي چې لومړی باید د سوداګرو او مسافرو سره قانونی او بشري چلند وشي . ددی په خوا کې هغه بی ګناه افغانان چې له څو میاشتې را دیخوا د پاکستان په جیلونو کې شپې سبا کوي، باید زر تر زره را خوشی شي.یو مسوول او ملتپاله حکومت باید همداسې وي . دحکومت یادې غوښتنې او سپارښتنې په اصل کې دټولو افغانانو غوښتنې دي خو حکومت باید بیداره اوسي او پری نږدي چې یو ځلې بیا ، شوي توافقات دکاغذ پر مخ پاتې شي بلکې د پاکستان هیواد هغه ژمنې پوره کړي چې په وار وار یې له افغان حکومت سره کړي دي او په هره لیدنه کې بیا له سره تازه کیږي .ملت باید پر داسی یو حکومت و ویاړي او حکومت باید د خلکو او ملي ګټو په ساتنه کې همداسی جدی او پر خپل عزم ټینګ ولاړ وي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button