افغانستانمقاله

د شاهکارونو لړۍ
تهران ته دافغانستان دلوړ رتبه پلاوي سفر

دافغانستان لوی څارنوال په مشری یو لوړ رتبه پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت پلازمینې ( تهران ) ته تللی دی تر څو له ایران حکومت سره د افغان بندیانو دبیرته راوستلو په اړه خبرې اترې وکړي .
په دی پلاوي کې د زندانونو چارو لوی رییس، د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو رییس او یو شمېر نور چارواکي شامل دي.
ایران داسی یو هیواد دی چې پکې زرګونه افغانان د پاکستان په څیر په جیلونو کې شپې سبا کوي .
ځینی افغانان له پولې د اوښټو پر مهال نیول شوی دي ، ځینې یې د پاسپورت نه لرلو په تور او ….. نیول شوی او په یندي خونو کې پراته دي .
دبندیانو استرداد او یا تبادله له ډیرو پخوا وختونو موجوده ده او د هیوادونو تر منځ د شویو موافقو او تړونونو له مخې بندیان له یو هیواده بل ته لیږدول کیږی .
په دی برخه کې د نړي په بیلابیلو هیوادونو کې قوانین یو څه توپیر لري هر هیواد په خپل اساسي قانون کې د خارجي بندیانو او په نورو هیوادونو کې د خپلو بندیانو به اړه بیلا بیل حکمونه او مادې لري .
ځینی هیوادونه بیا د ځانګړو تړونونو له مخې ، نورو هیوادونو سره د بندیانو داسترداد او تبادلې په اړه ځنګړي شرایط ټاکلی دي .خو په ټولو تړونونو کې عمومي خبره دا ده چې له سیاسي بندیانو سیوا ، نور یندیان بیرته خپلو هیوادونو نه لیږدول کیدای شي .
افغانستان داسی یو هیواد دی چې په خپلو ګاونډویو مملکتونو کې کڼ شمیربندیان لري او د یادو بندیانو ډیری برخه هغه خلک دي چې بی له کومې ګناه او یا د رسمي اسنادو نه لرلو په تور له کلونو رایسی بندیان دي .
دامسله د تیرو حکومتونو پر مهال هم څو څو ځلې یاده شوه . خلکو له حکومته په وار وار غوښتنه وکړه چې دخپلو بندیانو برخلکی روښانه کړي خو تیرو حکومتونو دنا څرګندو دلایلو پربنا دا کار ونه کړ .
کله چې دافغانستان ا.ا. واک ته ورسید ، په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان بندیانو مسله بیرته توده شوه. حکومت څو څو ځلې له پاکستان سره په دی اړه خبرې وکړې او په دی وروستیو کې په سل ها وو تنه افغان بندیان خوشي او خپل هیواد ته راستانه شول چې لرۍ یې لا دوام لري .
اوس چې دافغانستان لوی څارنووال د یو لوړ رتبه پلاوي په مشری ، تهران ته تللی تر څو دبندی افغانانو برخللیک څرګند کړي ، ورسره دا هیلې هم تازه شوی دي چې مظلوم او بې ګناه افغانان نور د پردو جیلونو دتورو تمبو شاته شپې سبا نکړي .
خپل رعیت په اړه یو مسوولیت پیژندونکی حکومت د دی خبرې په اهمیت باندې پوهیږي چې نورو هیوادونو کې د یو ملک د ځوانانو بندي کیدل څومره اقتصادي ، حقوقی، ټولنیز او کلتوري زیانونه لري .
د افغانستان ا.ا. دغه بیساری اقدام به هم د روږدو ځوانانو د درملنې په شان به په زرینو کرښو د تاریخ په کتاب کې ولیکل شي تر څو راتلونکي نسلونه پرې قضاوت وکړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button