افغانستانگزارش ها

کابل کې د داعش دعملیاتي مشر وژل کیدل

دیکشنې شپه د کابل خیرخانې اړونده ذاکرینو ښارګوټي کې د ډزو او چاودنو غږونه پورته شول . دی سره جوښټ په ځینو مغرضو او غیر مسلکي رسنیو کې د ډله ییز برید و بیا ورپسې د دوو قومندانو تر منځ د خپلمنځي جګړې خبر ځپور شو.
ځینو مغرضو ، بی خبرو او بی معیارو تش په نامه رسنیو چې له افغانستان نه دباندې دافغانستان د خلکو نا ارامه کولو او ذهنیتونو د اړولو هڅې کوي ، په دی اړه بحثونه وکړل او د پخواني ماتې خوړلي پردي پاله حکومت ځینی ماشیني او بی مسلکه جنرالان يې میلمانه کړل تر څو ذهنیتونه له حقایقو ، بلې خواته واړوي .
په خارج کې پراته بې خبرو ماشیني جنرالانو دامسله دومره غټه کړه جې ګنې داخلي جګړه روانه ده او حکومت دوام نه شي کولی .
داسلامي امارت سر چینو له خپل عادت سره سم د عملیاتو له پیلیدو سره جوښټ اعالن وکړ چې په ذاکرینو ښار ګوټي کې د داعشي خوارجو پر یو مرکز باندې عملیات روان دي خو ځینې رسنۍ او دټلوالې ناکام او تښتیدلي جنرالانو ، پر دی خبرتیا باندې هیڅ ډول تبصره ونګړه بلکې د دی خبرې مینوال ول چې کابل کې داخلي جنګ روان دی .
لکه چې تر دې وړاندې هم د داعشي خوارجو مرکزونه په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي ، د یکشنبې شپې عملیات هم په بریا سره پای ته ورسیدل او د داعش خراسان ډلې عملیاتي مشر پکې ووژل شو .
دسیمې اوسیدونکې ټول د عیني شاهدانو په توګه دغه جګړه ولیدله او دامنیتي ځواکونو پر جګړییزې وړتیا باندې یقین پیدا کړ چې په څومره احتیاط او چټکۍ سره عملیات تر سوه کې چې په بهر کې روزل شوې مسلکي تروریستان او دانسان وژنې متخصصین داسې په نښه کیږي چې عامو خلکو او دسیمې اوسیدونکو ته هیڅ ډول زیان نه اوړي .
یوه ورځ وروسته د عملیاتو جزییات د افغانستان ا.ا. د ویانند له خوا ټولو ته ابلاغ شول او څیړنو ثابته کړه جې معلومات، کره او دقیق ول .
د تفصیلاتو له مخې د داعش خراسان ډلې امنیتي او عملیاتي مسوول چې کابل کې پر څو مهمو دپلوماتیکو دفترونو او جوماتونو دبریدونو لارښود او طرح کونکی و د خپلو اعمالو په سزا ورسید تر څو نورو ته د عبرت درس شي .
تمه دا وه چې دمسلې له سپینیدو وروسته ، هغه رسنۍ چې بی معلوماته بحثونه اوتبصرې پرې کړې وې ، د اخلاقي او قانوني معیارونو پر بنا اصلي خبر بیرته اصلاح او بر غلطو انګیرنو باندې هم بیا بحث وکړي تر څو خلکو ته د واقعیتونو تر خوا د رسنۍ بی پرېتوب هم څرګنده شي خو له بده مرغه چې هیڅ دول تبصره پرې ونه شوه بلکې هماغه غلطې او بی مانا خبرې یې څو څو ځلې بیا نشر کړې.

رسنۍ چې دی ته ورته پیښې څارې او معلوما ت حاصلوي چې حکومتي ځواکونه د هیواد په هر ګوټ کې د دی جهنمي او منفورې ډلې پټې ادې پیدا کوي ، باید پر دې مسلې بحثونه او تبصرې وکړي چې څنګه موجود حکومت په ډیرو لږو امکاناتو ، د دوې پتڼخآیونه معلوموي او داسې مسلکي عملیات پرې کوي ؟
هغوې باید په خپلو تبصرو او بحثونو کې ، دی واقعیت ته اشاره وکړي چې اوسني حکومت سره د خلکو همکاری او ملاتړ ، هیڅ یوې مغرضې او خوارجې ډلې ته چانس نه ورکوي چې په هستونګو سیمو کې ځالې جوړې کړي .
هغوې باید د امنیتي ځواکونو پر اخلاص ، سر ښندنې ، ایمان او مسلکي وړتیا باندې تبصرې وکړي نه دا چې د حقایقو دتحریف ناکامې هڅې وکړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button