افغانستانگزارش ها

افغانانو سره د پاکستان انساني ضد چلند

تایید شوي راپورونه وایی ، د جولای میاشتې راهیسې دو زره افغانان د ښځو او ماشومانو په ګډون د پاکستان په کراچۍ او سند ایالت کې نیول شوي دي.دنیول شویو افغانانو له ډلې یوولس سوه افغانان بېرته افغانستان ته ډیپورټ شوې دي چې، د دوی په ډله کې داسې کسان هم وو چې د کډوالی اسناد یې لرل .د نړیوالو خبري سر چسنو په حواله ، پاکستاني پولیس، افغانان د اسنادو د نه درلودلو په تور نیسي خو دا ادعا کوي چې د نیولو وروسته ځیني کسان چې اسناد هم لري، اسناد یې له‌منځه وړي څو هغوی اړ شي، افغانستان ته ولاړ شي.په پاکستان کې یوې مدافع وکیلې ادعا کړې ده چې هغه افغانان چې په کراچۍ کې نیول شوي، د هغوی تر منځ ۴۵۰ افغانان دي چې قانوني اسناد یا ویزه لري، د پي يو ار اسناد يا د ای ټي سي کارټ لري خو له هغې سره هم د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي، د دوی تر منځ داسې کسان هم دي چې پولیسو د دوی کارټ ضبط کړی، خراب کړی یې دی، نو د همدې له امله افغانان اړشوي، بېرته یې افغانستان ته ډیپورټ کړي. پاکستان که څه هم چې دتاریخ په اوږدو کې له افغانستان او افغانانو سره هر ډول ناروا کړې ده او کوی يې خو کله کله بیا په ځینو حساسو وختونو کې دخاصو موخو لباره ځانګړې اقدامات کوي .دساري په توګه کله چې پاکستان ته زمونږ د تازه میوو او یا وچو میوو د صادارتو وخت را ورسیږي ، بیا په بیلابیلو پلمو د پولې او دروازې د بندولو هڅه کوي .د انارو په وخت دسپین بولدک په دروازه کې جنګونه او مشکلات را جوړ کړي تر څو د انارو د صادریدو مخه ونیسی او د بادامو او پستې په موسم کې بیا دطورخم دروازه کې ستونزې را جوړې کړي .په تیرو شلو کلونو کې هر کله چې دافغان او پاکستاني چارواکو د ملاقات او یا سفرونو مسله را بیښه شوې ده ، پاکستان په زرګونه افغانان یې نیولي او بندیان کړي دي تر څو له اصلي موضوع څځه پاملرنه وبلې خوا ته واړوي .اونس هم پاکستان له دی کاره دوه اساسي موخې لري :لومړۍ داچې پاکستان دخبرو او اترو په میز کې ونه توانید چې افغان مشران تیر باسی او خپلې نا روا غوښتنې وریاندې ومني ، اوس بی ګناه افغانان نیسی او د تورو تمبو شا ته یې اچوي تر څو افغان حکومت دې ته اړکړي چې خپلې ناروا غوښتنې ورباندې ومني خو تجربې ښودلې دي چې اوسنی حکومت هیڅ ډول فشار ته نه تسلیمیږي .دوهم داچې پاکستان غواړي له دنیا څخه نور مادي امتیازات تر لاسه کړي چې تر دی وړاندی هم داسی کړي دي . هر کله چې د پاکستان مالي وضعیت لږ خراب شي نو دافغانانو په نیولو او ایستلو لاس پورې کوي تر څو له ملګرو ملتونو او مرستندویو هیوادونو نه د کډوالو په نامه پیسې تر لاسه کړي خو واقعیت دا دی چې یو افغان هم د پاکستان د اوږو بار نه دی او نه هم پاکستان ورسره مرسته کوي بلکې دکورونو له کرایې نیولی تر بلونو او نورو لګښتونو پورې ، له افغانانو ډیرې پیسې اخیستل کیږي .ددی په خوا کې د افغانانو کار او بار ، دپاکستان اقتصاد ته ډیرې ګټې رسولي دي چې پخپله د پاکستان اقتصاد پوهان هم پری قانع دي افغان حکومت په دی وروستیو کې دپاکستان او ایران په یندیخونو کې د برتو افغانانو د برخلیک معلوملو لپاره ځینې اصولي اقدامات کړي دي او پاکستان غواړي دغه اقدامات تر پوښتنې لاندې راولي او چلنج یې کړي تر څو افغانان دتیرو شلو کلونو په شان بی وارثه او بې پوښټنې پاتې شي .خو افغان حکومت باید دپاکستان د بشري ضد کارنامو دوسیې مستندې کړې او دملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې په مرسته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته واستوي او له بله اړخه دپاکستاني سوداګرو او اتباعو پر وړاندې بالمثل اقدام وکړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button