افغانستانگزارش ها

په روز کلي نه جوړیږي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکاول د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین ته په یوه لیک کې وویل، د ولسمشر جوبایډن د ادارې له خوا پر طالب مشرانو بندیزونو او پر هغوی د ویزې محدودیتونو نتیجه نه ده ورکړې.وروسته تر هغې د امریکا ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د څانګې مسوول جان کربي وایی متحده ایالات به له طالبانو سره د هغو د کړو ژمنو په خاطر حساب کتاب وکړيکربي وویل، واشنګټن د طالبانو حکومت د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی او په نږدې راتلونکي کې داسې یو پلان هم نه لري. تر هغه ځایه چې د تحریمونو او یا بندیزونو مسله ده، ُ دنړیوالو قوانینو او اصولو له مخې دوه ډوله بندیزونه په دنیا کې ډیر رواج لري :لومړۍ داچې یو هیواد که چیری خپلې ملي او مشروع ګټې د یو بل هیواد د اقداماتو په نتیجه کې په خطر کې ویني ُ د ځینو متقابلو اقداماتو حق پیدا کوي هغه هم په دی شرط چې متقابل اقدام یا تحریم ، انساني حقوق تر پښو لاندې نکړي .دوهم ډول تحریم یا بندیز هغه تحریم دی چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او یا امنیت شورا له خوا په خاصو حالاتو کې د ملګرو ملتونو د منشور سره سم او د امنیت شورا د دایمي غړو په اتفاق سره پوری کیږي .دوهم ډول تحریم چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پورې کیږي ُ الزامي بڼه په دی لري چې د ملګرو ملتونو غړي اخلاقا باید هغه رعایت کړي خو لومړی ډول یې داسی یو تحریم دی چې ډیری وخت د یو هیواد له خوا دخاصو اهدافو لپاره وضع کیږي خو منلتوب او عملي بڼه نه پیدا کوي .دامریکې د ملي امنیت سلاکار چې پر افغان حکومت د حساب ورکولو غږ کوي او ورسره د فشارونو او تحریمونو خبره هم د ځینو امریکایی مقاماتو له خوا کیږي ، لومړی باید داخبره سپینه کړي چې افغانستان ورسره کومې ژمنې کړي دي چې پوره کړي یې نه دي ؟د دوحې ژمنې خو څرګندې او ښکاره دي . ا.ا.ا د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې دافغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر وړاندې استعمال نه شي او شر اچوونکو ته به افغانستان ته دراتلو ویزې ورنکړي .په تیر یو نیم کال کې دغه خاور نه یوازې د امریکې بلکی د یو هیواد پر وړاندې هم نه ده کارول شوې . هغه شر اچونکي چې د دنیا په ډیرو هیودونو کې پر ډیرو تخریبي کارونو باندی کامیابه شوي دي ، په افغانستان کې نه دی توانیدلي چې خپل حضور او فعالیت ته دوام ورکړي . نن سبا دنیا هم قانع ده چې د داعش پر وړاندې د افغانستان اوسنی حکومت غوڅ او پریکنده دریځ ، په ټوله نړۍ کې ساری نلري .په تیر یونیم کال کی هیڅ یو بهرني تروریست او یا مشکوک شخص ته دراننوتلو رسمي ویزه نه ده ورکړای شوی . هغه خلک چې ادعا کیږي له ا.ا سره اړیکې لري ، د څیړنو په پای کې په نورو هیوادونو کې پیدا کیږي .خو کاش چی ښآغلی کربی لږ دی مسلې ته هم پاملرنه وکړي چ امریکا او نړۍ له افغانستان سره کومې ژمنې کړي او څومره عملی کړي دي ؟ داسلامی حکومت سره هر ډول مرسته د دوحې تړون یوه ډیره مهمه او بنیادي برخه ده خو دوی دی خپل کومکونه و ښيی چې په کومو برخو کې دي ؟دوی د دوحې په تړون کې لیکلی دي چې له اسلامي دولت نه به ملاتړ کیږي خو دغه اسلامي دولت یې تردی دمه په رسمیت نه دی پیژندلی .هغه دولت چې دوی خپله د اسلامی دولت په نوم د دوحې په تړون کی درج کړی دی تردی دمه د دوی له خوا په رسمیت نه دی پیژندلی .جان کربي او امریکایی چار واکي دی پردي پوه شي چې هر عمل عکس العمل لري . دوی دی خپلې ژمنې پرځای کړي او بیا له مقابل لورې خپلې مشروع غوښټنې مطرح کړي .یو عام متل دی چې په زور کلي نه جوړیږي که چیری امریکا د اړیکو د ښې کولو تکل لري باید له دپلوماتیکو وسایلو کار واخلي او افغان حکومت سره دمخامخ خبرو میز ته کښیني نه دا چې په ګواښونو اتکا وکړي او دانعطاف تمه ولري .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button