افغانستانمقاله

د دنیا عارفانه تجاهل

دبخښڼئ نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا غږ کړی چې داسې جوړښت رامنځته کړي چې په خپلواکه توګه د نړیوالو قوانیو له مخې د جنګي او بشریت ضد جرمونو په اړه څېړنې وکړي چې له دې لارې به د دې جرمونو عاملین معلوم شي او د عدالت د تامین لپاره شواهد تر لاسه او تحلیل شي.د دغه بنسټ د وړاندیز له مخې، یاد جوړښت به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورورکوونکي تر څنګ د هغه د کار بشپړوونکی رول ولري او یوناما یا افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ به د څارونکي رول ولري.دنړیوالو قوانینو له مخې دعدالت پلی کیدو لپاره باید څیړنې په داسې یوه فضا کی تر سره شي چې هلته د واقعیتونو دتحریف او اړولو زمینې موجودې نه وي او څیړونکي په ازاده فضا کې در هر ډول څیړنو واک او اداره ولري .په دی مانا چې د نړیوالو قوانینو له مخې ُ انتقالي عدالت په داسی یوه سیمه کې تر سره کیدای شي چې هلته د قانون حاکمیت موجود وي ځکه چې د قانون له حاکمیدو نه سیوا ، عدالت نه شي ټینګیدای . د انتقالي عدالت فلسفه همدا ده چې د قانون د نه حاکمیت په وختونو کې د شویو جنایتونو حساب هغه مهال اخیستل کیږي چې فضا ارامه او قانون حاکم وي.کله چې د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د انتقالي عدالت دپلي کیدو او بشري جنایتونو د څیړنې غوښتنه کوي او ورسره دا هم وایی چې د ملګرو ملتونو ریپورتران د یونیما تر څارنې لاندې په افغانستان کار وکړي نو جوته ده چې ملګري ملتونه باوري دي چې اوسمهال په افغانستان کې امن شته ، قانون حاکم دی او دبې پرو څیړنو او تحقیقاتو لپاره زمینې مساعدې دي .اوس پوښتنه دا ده چې په داسې یو هیواد کې چې امن ، نظم او دقانون حاکمیت موجود وي ، بیا د رسمي اړیکو او رسمیت پیژندنې په لاره کې کومې ستونزې پرځای پاتی دي چې دنیا او س هم دافغانستان حکومت په رسمیت نه پیژني ؟دیو حکومت او یا دولت د رسمیت پیژندنې لپاره تر ټولو اصلي معیار ، پر جغرافیې باندې د حاکمیت درلودلو مسله ده . په تیرو پنځوسو کلونو کې یو حکومت هم په افغانستان کې دومره حاکم نه و چې ټوله خاوره ورسره وي خو اوس ټول افغانستان دمرکزي حکومت سره دی.دتاریخ په اوږدو کې افغانستان داسی نظام او داسی حکومت نه درلود چې حکم یې به غیر له استثنا څخه په ټوله خاوره کې یوشان پلی شي .دترهګرو ډلو په ځپلو کې یو حکومت دومره توان نه درلود لکه اوسنی حکومت چې لري.دانتقالي عدالت او جنګي جرمونو د څیړنې له طرحې پوره پوره څرګندیږي چې دنیا د عدالت او نظم په برخه کې هم اوسني حکومت مشکل نلري .خو پوښتنه داده چې کومه ملاحظه پاتې ده چې دافغانستان حکومت په رسميت نه پیژندل کیږي ؟دنیا باید مخکې له دی چې خپلې غوښټنې مطرح کوي پورتینو پوښتنو ته ځواب ووای او د عارفانه تجاهل پر ځای دی سترګې خلاصې او واقعیتونه وګوري تر څو حکومت ورسره د جنګي جرمونو د څیړنې په برخه کې همکاری وکړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button