افغانستانگزارش ها

پکتیکا ولایت کی د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکی هیئت ناسته جوړه شوه

د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی د تخنیکی هیئت ناسته شعبان میاشت په 20 نېټه د یکشنبې په ورځ د کرنې او مالدارۍ رئیس په مشرۍ او د یاد شوي تخنیکي هیئت د غړو په حضور سره د کرنی ریاست په مقام کی جوړه شوه.
یاده شوې غونډه د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د تخنیکي هیئت رئیس د تېرې اوونۍ او د ډیلي، خوشامند، جاني خیل، شخیل اباد، بکخیل اوخیرکوټ ولسوالیو کې د تخنیکي اومسلکي ټیم د کړنو په اړه معلومات ورکړل.
دغې ناسته کې د راتلونکې ناستې او ورځو له پاره پلان او عملي طرحه ترتیب شوه. د یادولو وړ ده چې د تخنیکي هیئت کارونه له پلان سره سم ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې روان دی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنان بخوانید
Close
Back to top button