افغانستانگزارش ها

د ځمکو د غصب د مخنیوي د کمېسیون ناسته جوړه شوه

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت، لوی څارنوالۍ د سرپرستانو او د چارو د ادارې د لوی رئیس، د کرنې او اوبولګولو وزارت معین، د ځانګړې محکمې د رئیس او اړوندو غړو او د امارت د قضایاو د لوی رئیس په ګډون، د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ په میلمستون کې جوړه شوه.
یاده ناسته کې، د کمېسیون غړو ددغه کمېسیون د تېرو څو ورځو د کړنو او تصمیمونو په اړه بحث او نظرونه یې سره تبادله کړل او د یو شمېر ښارګوټو او نورو ساحو دوسیې هم بررسي کړې. دغه راز یاد کمېسیون ټاکل شویو ساحو ته د تخنیکي هیئت د استولو، لارښوونه وکړه.
یاد کمېسیون، ددغې ورځې په اږدو کې د سیاف د فامیلیو، د دولتزیو ښارګوټي، د هسکې مینې ولسوالۍ او د شیرزاد ولسوالۍ له اوسیدونکو او د کانال له یو شمېر غیرشرعي متصرفینو سره وکتل، د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واوریدل او له هغوی څخه یې د غصب شویو ځمکو په اړه، سندونه وغوښتل.
د یادولو وړ ده چې یاد کمېسیون د اسلامي امارت د کابینې د پریکړې پر اساس د غصب شویو ځمکو د استرداد په منظور، ننګرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ او تر دې دمه یې د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې چټک او کوټلي ګامونه پورته کړي او ددغه کمېسیون کړنې اوس هم ددغه ولایت په بېلابیلو ساحو کې روان دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button