افغانستانورزش

د افغان کرکټ ملي لوبډلې پرلپسي تاريخي برياوي، د خپل قوي سيال په مقابل کې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال شل اوریز جام سیالیو په دوهمه لوبه کې د پاکستان هيواد ملي ټيم ته ماتې ورکړه.

توانا آژانس؛ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې و کولاى شو چې د ګاونډي هېواد پاکستان کرکټ ملي ټیم ته د اوو ويکټو په توپیر ماتې ورکړه.

پاکستان د نننۍ لوبې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۲ منډو هدف وټاکه چې افغانستان په وروستي اور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره. رکړ شوې هدف بشپړ کړ.

د پاکستان ملي ټيم په لومړي اور کي خپلي دوه ويکټې له لاسه ورکړي، خو عما وسيم ياد ټيم ته 64 منډي جوړي کړي، په همدې طريق شاداب خان 32، محمد حارث 15، او تايب طاهر 13 منډې وکړې.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي دوه، نوين الحق، راشد خان او کريم جنت يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

همداراز د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې بيا د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز ۴۴، ابراهيم ځدراڼ ۳۸، نجيب الله ځدراڼ ۲۳ او محمد نبي ۱۴ منډې جوړې کړې.

افغانستان لدېنه مخکې هم توانېدلي و چي پاکستان ته ماتې ورکړي.

د پلان له مخې د شل اوریزو سیالیو وروستۍ لوبه به د مارچ پر ۲۷ مه کېږي.

سهراب خان دولت‌زی
توانا خبری آژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button