افغانستانگزارش ها

مجاهد: افغانستان او ازبکستان روان کال کي په سکټوري او لويو پروژو کې کار کوي.

توانا خبري اژانس د وري نهمه، د ا. ا. ا له دوست هېواد ازبکستان سره په ګډه به سږ کال د ترمز _ مزارشريف او کابل پيښور د ريل پټلۍ پر غځولو کار پيل، او د سرخان _ پلخمري 500 ولټه وارداتي برېښنا بشپړه شي.

د ا.ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د ترمز _ مزارشريف، کابل او پېښور د ريل پټلۍ غځولو، او سرخان _ پلخمري 500 ولټه وارداتي برېښنا پروژې د دواړو هېوادونو ګډي پروژې دي.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، دواړو هېوادونو د پراختيايي پروژو، سوداګرۍ، کرنې، د سيمه‌ييز اتصال او د اوبو مديريت برخو کې د ګډو تخنیکي کميټو پر جوړولو هوکړه کړې.

مجاهد وايي، ازبکستان دوي ته ډاد ورکړى چي افغانستان ته به د صادراتي بريښنا کچي ته دوام ورکوي، او په نژدې راتلونکې کې به په کابل، مزارشريف او ترمز کې د دواړو هېوادونو د توليداتو يو نندارتون جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې، سرچینه وايي په تير 1401 کال په لومړیو نهو میاشتو کې د صادراتو کچه 225 ميليونه ډالر او له ازبکستان نه افغانستان ته د وارداتو کچه يو ميليارد ډالره وله.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button