افغانستانگزارش ها

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رئيس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د خواجه معروف ساحې له اوسیدونکو او د بدخشان له امنیه قوماندان سره کتنه او خبرې وشوې.یاد هیئت د خواجه معروف ساحې له اوسیدونکو سره وکتل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د حج او اوقاف ریاست اړوند پر ۱۱۷ جریبه ځمکه چې وړاندې تثبیت شوې وه د استوګنې د کورونو د تخلیې په برخه کې، همکاري وکړي. هغوی د ساحې کره بررسۍ له پاره او دا چې د هدیرې پر ځمکه څومره کورونه جوړ شوي، د یو بل ټیم د توظیف کیدلو غوښتونکي شول.یاد شوي هیئت یو ټیم توظیف کړ ترڅو د هدیرې پر ځمکه جوړ شوي کورونه تثبیت کړي او خپل راپور هیئت ته وړاندې کړي.دغه راز هیئت د بدخشان له امنیه قوماندان سره وکتل او له نوموړي سره یې د ځانګړې قطعې د تشکیل او د تخنیکي هیئت د امنیت د لازیات تامین په برخه کې خبرې وکړې. ددغه ولایت امنيه قوماندان د همکارۍ ژمنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته يې لارښوونه وکړه چې له ریزرف قعطعې څخه یو ډلګی ددغه هیئت سره د همکارۍ له پاره موظف کړي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button