افغانستانگزارش ها

فصيح الدین فطرت: راتلونکی کال به یې د پوځیانو شمېر ۱۷۰ زرو ته ورسېږي

توانا خبري اژانس،( وري 11، 1402) د افغانستان اسلامي امارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي چې، د دوې پوځ اوسمهال ۱۵۰ زره پرسونل لري او راتلونکي کال کې به يې شمېر ۱۷۰ زرو ته لوړشي.هغه د دغه پوځ د لګښتونو او د لګښتونو د سرچينو په تړاو جزئيات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې يې ده، چې دغه پوځ ددې جوګه دی چې په ټول هېواد کې امنیت خوندي کړي .د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي چې د پوځ د معیاري کولو دنده ور تر غاړې ده، د ۲۰۲۲ کال په اګست کې ویلي و چې ، د پوځ سرتېري یې ټول د اسلامي امارت سرتېري نه دي. د يادونې وړ ده چې، اسلامي امارت د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې ویلي و، د خپل پوځ شمېر به زیاتوي.د هماغه کال په وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت وویل چې ، د پوځ شمېر یې اوس مهال شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی او که اړتیا ولیدل شي دا شمېر ښایي زیات شي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button