افغانستانورزش

راشد خان د آى پي ال، لومړى لوبې غوره لوبغاړى شو.

د هند غوره لیګ د 2023 کال سيالۍ پرون ماښام په ګجرات ايالت کې پيل شوي، چې زيات شمير هندي او بهرنیو لوبغاړو پکې ګډون کړى دى.

توانا خبري اژانس وري 12،د سږکال سیالیو په لومړۍ لوبه کې کجرات ټايټنز لوبډلې چنای سوپر کېنګز ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه. د لوبې پچه ګجرات لوبډلې وګټله او توپ اچونې پريکړه وکړه. چنای لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه چې ګجرات لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په وروستي اور کې بشپړ کړ.

د ګجرات لپاره راشد جان، محمد شامي او الزاري جوزېف هر يوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول. او جاش لېټل د يوې وېکټې په اخيستو بريالی شو.

د ای پي اېل سږنيو سياليو په لومړۍ لوبه کې راشد خان غوره لوبغاړی شو.

د يادونې وړ ده چې، هند کرېکټ غوره لپګ چې د نړيوال ليګ ده په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو چې دا یې ۱۶ پړاو دی.

په دې لیګ کې لس لوبډلې، د 14 لوبو په لرولو سره په دوه ګروپونو کې لوبېږي.
سږ کال پنځه افغان لوبغاړي په ای پي اېل کې لوبېږي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button