افغانستانگزارش ها

بلخ کي د ولايتي پراختيا کميټي ناسته ترسره شوه

د ولایتې پرختیایې کمیټې ناسته د بلخ ولايت مقام د ابن سيناى بلخي په تالار کې د یوه شمیر دولتي اداراوتو او مؤسساتو مسوولينو په ګډون او د بلخ ولايت مقام مرستيال په مشرۍ ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د بلخ ولايت مقام مرستيال مولوي نورالهادي ابوادریس له ټولو کورنيو او بهرنيو مؤسساتو له فعاليتونو څخه یې مننه وکړه؛ زياته کړه چې افغانستان به په سختو شرايطو کې یواځې نه پریږدي، او دي مظلوم او کړیدلي هیواد ته به خدمت کوي، هغه په ټولو مؤسساتو باندې غږ وکړ چې په بلخ ولایت کې دي بڼسټیز کارونه ترسره کړي؛ تر څو ځوانان ته د کار زمینه برابره شي.

همدارنګه د بلخ ولايت د اقتصاد ریاست رئیس مولوي عبدالشکور جواد په خپلو خبرو کې وویل: د بلخ ولايت غرنۍ سيمې، او يو شمېر ولسوالي، د ابو، تعلیم ، روغتيا او پراختيایې پروژو له نشتون سره لاس او ګریوان دي، ښاغلي جواد له ټولو کورنيو او بهرنيو مؤسساتو څخه وغوښتل چې په یادو برخوکې دي ډيره پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت د فعاليتونو رئیس مفتي عبدالسلام اشرفي د موسساتو د طرزالعمل په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، زیاته کړه چې دمګړي په هیواد کې د ۵۰۰۰ زرو مؤسساتو په شاوخوا کې ثبت دی او دوي خپلو فعاليتونو ته بايد په منظم ډول دوام ورکړي.

همدارنګه د یونیسف نړیوال سازمان دفتر مسؤول د خپلو فعاليتونو په هکله کره معلومات وړاندې کړل او وویل: چې، د یونیسف نړیوال سازمان دفتر د ماشومانو او میندو ته د مرستې رسولو په برخه کې زیاته پاملرنه کړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې ددغه سازمان دفتر په پام کې لري چې د هیواد په شمال او شمال ختیځ برخو کې د ابو پروژې پروګرام نيږدي ورځو کې پلي او حل کړي.

همدارنګه د بلخ ولايت د دولتي ادارو مسوولينو او د سازمانونو استازو هم خبرې وکړې تنګار وکړ چې هڅه کوي تر څو په اړمنو سيمو کې بڼستېزې پروژې پلې کړي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button