افغانستانگزارش ها

د بلخ ولایت د سوالګرو د راټولولو او ثبت کمېسیون رسما خپل کار پیل کړ

یاد کمېسیون د کار د پیل په مراسمو کې، د بلخ ولايت مقام مرستیال، مولوي نورالهادي ابو ادریس، د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، او يو شمېر رئیسانو او د بلخ امنيه قوماندان ګډون درلود.

توانا خبري اژانس وري 19،په پیل کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، د یاد کمېسیون د کار پر اړخونو خبرې وکړې او نوموړي د دې کمېسیون د جوړښت په برخه کې یې د بلخ ولایت سرپرست والي حاجي محمد یوسف وفا، هڅې او ملاتړ د قدر وړ وباله.

‎وروسته د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوي نورالهادي ابوادریس د بلخ ولایت مقام په استازۍ خبرې وکړې، او د دې کمېسیون د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ په برخه کې یې، د بلخ ولایت مقام هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ

د غونډې په بهیر کې د یاد کمېسیون مشر مولوي فیض الله فیضي هم خبرې وکړې؛ او د سوالګرو د راټولولو کمېسیون کړنلاره او کاري څرنګوالى يي په کره توګه بیان کړ.

‎د غونډې په وروستۍ برخه کې د عامې روغتیا رئیس دوکتور نجیب الله توانا او د شمال زون سرې میاشتې رئیس ناصري په خپلو خبرو کې، د یاد کمېسیون سره د سوالګرو د صحت، معالجې او طرزالعمل مطابق د معاشونو د ورکړې په برخه کې خپلې ژمنې او همکاري اعلان کړي

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د امیرالمؤمنین د فرمان پر بنسټ، د هېواد په پلازمېنه کابل او ځینې نورو ولایتونو کې، د سوالګرو راټولول چاري پیل شوي وي

سهراب خان دولت زی
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button