افغانستانگزارش ها

د افغانستان په اړه په ازبکستان کې د ګاونډيانو هيوادونو څلورمه ناسته جوړيږي.

د ازبکستان په سمرقند کې، د افغانستان په تړاو، د ګاونډیو هیوادونو، بهرنیو چارو وزيرانو څلورمه غونډه جوړيږي.

توانا خبري اژانس وري 19، د روسیې بهرنیو چارو وزارت ويلي چې « ټاکل شوي ده چې چين، ايران، پاکستان، ازبکستان، او ترکمنستان په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو څلورمه ناسته، د روان زیږدیز کال د اپریل په 13 مه، د ازبکستان هيواد په سمرقند کې جوړه شي،چې د روسې پلاوي مشري به د دغه هیواد بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په غاړه لري.»

د سرګى لاروف په خبره، پدې ناسته کې به ګډون وال د سياسي، اقتصادي، بشري او ټولنیزو چارو په اړه خبرې وکړي.

همداراز اسلامي امارت بيا وايي چې، له ټولو هيوادونو سره ښې اړیکې غواړي، او د افغانستان له خاورې به هيڅ هيواد ته امنيتي ګواښونه پيښ نشي.

دا په داسې حال کې ده چې، څو ورځې مخکې روسيې هيواد خپل سفارت په افغانستان بيرته پرانیسته، او ډيپلوماټيکې اړيکي يي بيرته افغان حکومت سره پيل کړي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button