افغانستانگزارش ها

په بلخ ولايت کې له 33 چاپي رسنيو نه يوازې دوه يي فعاله دي.

بلخ ولايت کې، په تيرو دوو لسيزو کې 33 چاپي رسنيو د فعالیت جوازونه اخيستې، چي اوس مهال يوازې دوه تنه يي فعالیت کوي.

توانا خبري اژانس:وري 19، د تړل شوو رسنیو مسؤلین د دوي د ورځپاڼو او اونيزو د تړل کېدو لامل، اقتصادي ستونزې او پر رسنيو د ځينو محدوديتونو لګول، په نښه کوي.

د ورځپاڼو چارواکي وايي چي، د جمهوريت په وخت کې دوي اعلانونه درلودل او هر اونۍ به يې اونيزې خپرولې، خو اوس نه څوک ورځپاڼې پيري او نه هم مسؤلین کولاى شي چې په شخصي لګښت ورځپاڼې چاپ کړي.

همداراز اوس مهال په دې ولایت کې يوه دولتي اونيزه(بيدار) او يوه خصوصي نشريه فعالیت لري.

د بيدار اونيزې مسؤل حبيب الله بهمنش وايي چي، دغه رسنۍ، يوي پيړۍ را پديخوا په بلخ ولايت کې فعالیت لري، چې پخوا ورځپاڼه وه او په ورځ کې به يې په زرګونه ګڼي چاپ کيدلي، خو اوس مهال په اونيزه بدله شوي، او هره اونۍ يواځې زر ګڼي چاپيږي.

بلخوا په شمال کې د خبریالانو د خوندیتوب کميټې مسؤل عبدالطيف سهاک وايي چې، پدې ولايت کې د ګڼ شمېر رسنيو تړل کيدو له امله، زيات شمېر خبريالانو خپلې دندي له لاسه ورکړي.

د يادي موضوع په اړه د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د اطلاعاتو آمر عطامحمد ساهو وايي چې، چارواکو د يو شمېر چاپي رسنيو له مسؤلینو سره خبرې کړي، چې بيرته خپل رسنيز چاپي کارونه پيل کړي.

د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت تر واکمنيدو وروسته، په ځينو نورو ولايتونو کې هم يو شمېر، ورځپانې، راډيوګانې، ټلويزيونونه تړل شوي، چې له امله يي ګڼ شمېر خبريالان اوزګار شوي دي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button