افغانستانخبرها

په کندز ولایت کې، شپيته جريبه ځمکه کې، د انګورو يو بڼ جوړ شوى.

په کندز ولایت کې د کرنې، اوبولګوني او مالدارۍ چارواکي په دغه ولایت کې د 250 زره ډالرو په ارزښت د انګورو يو پڼ جوړيدو خبر ورکوي. توانا خبري اژانس د وري 21، د کندز ولایت د کرنې، اوبولګوني او مالدارۍ رئیس مولوى امان الله حسن وايي چې په دغه ولایت کې د 250 زره ډالرو په ارزښت د انګورو يو پرمختللى بڼ جوړ شوى، چې پکې 150 کسانو ته کارى زمينه برابره شوي.د هغه په وینا ياد بڼ په 60 جريبه ځمکه کې جوړ شوى، چې په قطره يي ډول اوبه کيږي، او پکې بيلابيل ډوله انګورو تاکونه ايښودل شوي.ښاغلي حسن زياته کړه چې ددي باغ 50 سلنه لګښت يوې مرستندویه موسسې، او 50 سلنه نور يي يوه سوداګر لخوا ورکړل شوي دي.دده په خبره د ياد بڼ جوړل، په شمال کي د بڼوالي ودي ته لويه مرسته کوي.همداراز د ياد باغ مسؤل اجمل صديقي وايي چې، دولت بايد د دوي محصولاتو ته دي بازار موندنه وکړي او د درملو په برخه کي دي ورسره مرسته وکړي.د يادونې وړ ده چې، کندز ولایت د هيواد په شمال کې يو له مهمو کرنيزو ولايتونو نه شميرل کيږي، چې د ښو محصولاتو د توليد په برخه کې ښه شهرت لري.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button