جهانورزش

امریکا کې د یوه بانک مامور څلور تنه په ډزو ویشتلي

د امریکا په کنټاکي ایالت کې بانک دننه کې څلور کسانو وژل کېدو وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي.

توانا خبري اژانس وري 22، د امریکا د کنټاکي ایالت د لویویل ښار د یوه بانک مامور پرون دوشنبې سهار څلور تنه په بانک کې دننه په ډزو وویشتل.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، حمله کوونکي، چې ۲۵ کلن دی او کانر سترګیون نومېږي، د برید جریان د انسټاګرام له لارې په ژوندۍ بڼه وښود.

حمله کوونکی له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.

تراوسه د هغه د حملې انګېزه څرګنده شوې نه ده.

د يادونې وړ ده چې، په روان میلادي کال کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دې ته ورته ۱۴ نور بریدونه شوي دي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

عکس رمز Tawana News

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button