افغانستانگزارش ها

تش په نامه مقاومت او کورني اختلافات

دتش په نامه مقاومت په منځ کې د اختلافاتو او پاشل کیدو خبره که څه هم چې تازه نه ده ځکه چې د یادې جبهې جوړیدل او دمشر انتصاب یې یو متنازع او بې بنیاده کار وو.خو په دی ورځو کې چې د دوی له منځه ځینې څیرې را میدان ته شوي او داختلافاتو او کورني انحصار خبره کوي ، نو اړینه ده تر څو د یادې تش په نامه جبهې به اړه ، څو ټکو ته اشاره وکړو:۱ـ دغه تش په نامه جبهه هغه مهال جوړه شوه چې داکتر اشرف غنی تصمیم ونیو چې د اداري فساد سره دمبارزې په برخه کې خپل ځانګړی استازی یعنی احمد ضیا مسعود چې د احمد شاه مسعود ورور او د احمد مسعود تره وو له دندې ګوښه کړي لیکن ضیا مسعود له دی پریکړې سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې د ده مقرري له ولسمشر سره دیو سیاسی تړون په پایله کې شوې وه . د احمد شاه مسعود کشر ورور احمد ولي مسعود چې د احمد مسعود تره او خسر دی له دی موقع نه په استفادې ، دشمالي ټلوالې ځینې عادې څیرې یې راټولې کړې او خپل زوم ( احمد مسعود ) یې د دوهم مقاومت په نامه د یو حرکت مشر وټاکه.هغه مهال د شمالي ټلوالې نورمشران او څیرې په واک کې شریکې وي ځینې یې دامرالله صالح ،ځینې یې د داکټر عبدالله او ځینې نور یې د داکټر اشرف غني په شا او خوا کې دندې تر سره کولې.یوازې د احمد شاه مسعود ورونه یعنی احمد ضیا مسعود او احمد ولي مسعود په حکومت کې نه ول . د دواړو ورونو پلان دا وو چې د احمد شاه مسعود زوی په ظاهره کې د دوهم مقاومت مشر کړي تر څو د پردې ترشا مشري د دوی په لاس کې وي او د ټلوالې نورې څیرې پر ځان باندې را ټولې کړي .۲ـ کله چې د اشرف غني حکومت سقوط وکړ او د ټلوالې ځیني مشران لکه د اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح ، د دفاع وزیر بسم الله محمدی ، له پیسو او پوځی وسایلو سره پنجشیر ته وتښتیدل ، هلته د ګډ مقاومت خبره بیا تازه شوه او ټولو په پنجشیر کې د اسلامي امارت پر خلاف د جګړې چمتوالي باندې بوخت شول..هغه مهال دټلوالې نورې څیرې لکه عطا محمد نور ، عبدالرشید دوستم او داسې نور چې تاجکستان ، ازبکستان ، ترکې او نورو ځایونو ته تښتیدلی ول ، پنجشیر او تش په نامه مقومت ته سترګې نیولې وي چې ګنې په یو نه ماتیدونکي سنګر بدل شی .کله چې تش په نامه مقاومت په پنجشیر کې هم له شرمه دکه ماته وخوړه او ټول مشران یې بهر ته وتښټیدل ، ځینې مشران یې پوه شول چې اسلامي امارت سره جګړه بې مانا او بې نتیجې ده . دوی یوازی بر تبلیغاتو اتکا وکړه بهرنیو ملکونو کې دشورا ګانو په جوړولو لاس پورې کړلکه د تش په نامه مقاومت شورا .احمد مسعود فرانسې ته ولاړ او هلته د خپل لوکس او بې غمه ژوند په خوا کې د مقاومت جبهې شعاریې هم ورکړ.۳ـ په تیر یو نیم کال کې دا ثابته شوه چې د اسلامي امارت د مجاهدینو پر وړاندې دتش په نامه مقاومت ډلې هیڅ هم نه شي کولی.په دی موده کې د دی جبهې هغه وتلي او نامتو قوماندانان هم و وژل شول چې د احمد شاه مسعود په وخت کې هم مشهور او نه ماتیدونکي قومندانان ول لکه احمد خان دره ، خیرخواه او داسی نور.اوس چې د یادې جبهې ویاند صبغت الله احمدي په ګډون ځینې څیرې د انحصار خبره کوي او تری وځي ، د دی ټولو خبرو مانا دا ده چې هغوی د تش په نامه مقاومت په انجام پوه شوي دي چې کله هم نتیجه نه ورکوي ځکه چې د پنجشیر خلک نور له دوی نه ستړي دي او د اسلامي امارت له ځواکونو سره د معلوماتو په برخه کې مرسته کوي . دغه راز هغه ملکونه چې دوی پکې مرکزونه لري هم په ښکاره ویلي دي چې دافغانستان د حکومت پر خلاف حرکتونو ته نور ځای نه ورکوي .اختلاف اوسنی نه دی خو اوس ځکه سیوا کیږي چې ټول په دی واقعیت باندې پوه شوي دي مقاومت او دمقاومت په نامه تش او بی بنیاده شعارونه ، نور چلښت او پایښت نلري .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button