افغانستانگزارش ها

دښځو حقوق ، شعار که غوښتنه؟

دملګرو ملتونو د هغې خبرتیا په ځواب کې چې ګنی اسلامي امارت په ښځینه کارکوونکو ځينې محدوديتونه وضع کړي چې له کبله يې م. م. خپل فعاليتونه ځنډولي او د بشري وضعيت د ټولو عواقبو مسئول يې اسلامي امارت بللی، دافغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې اسلامي امارت نه غواړي چې م. م. ته خنډونه ايجاد کړي؛ بلکې واضح کول غواړي چې دا د افغانستان يوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده چې بل چاته هيڅ نوع ستونزه نه جوړوي او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي. دا پريکړه په دې معنا هم نه ده چې دلته تبعيضي چلند کيږي، یا د ملګرو ملتو فعالیت ته خندونه جوړیږي؛ بلکي موږ د خپلو ټولو هيوادوالو ديني، کلتوري او عليا مصالح په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو حقوقو ته ژمن يو. په تاسف سره باید ووایو چې د افغانستان بشري وضعیت د بندیزونو او فشارونو له کبله رامنځته شوی او دوام لري او اصلي مسئوليت يې هم هغو لوريو ته ورګرځي چې د افغانستان پر مالي او بانکي سيسټم يې بنديزونه لګولي او سفري محدودیتونه یې وضع کړي.که چیرې د دواړو لوریو څرګندونې د انصاف او عدالت له مخې وارزوو، روښانه کیږي چې دافغانستان حکومت څه ډول دریځ لري او څه غواړي خو له بله پلوه ملګري ملتونه څه غواړي او څه کوي؟ملګري ملتونه چې په افغانستان کې دبشري ناورین خبردارۍ ورکوي او په پرله پسې توګه وایی چې د مرستو کچه باید لوړه شي تر څو په افغانستان کې سختې بېوزلۍ سره مقابله وشي ، اوس وایی چې بشري فعالیتونه ا و دمرستې رسولو بهیر به محدود او یا ودروي ځکه چې اسلامی امارت ګنی پر ښځینه کار کوونکو باندې بندیزونه پورې کړي دي .دی مسلې او دی خبرتیا ته په کتو ، ضرور دریو پایلو ته رسیږو:ـ لومړۍ دا چې دبشري مرستو په بهیر کې بشر او مرستې مطرح نه دي بلکې دا یوه سیاسي او تبلیغاتي پروسه ده چې ملګري ملتونه غواړي ترې سیاسی ګټه پورته کړي که چیرې داسې نه وي نو پر ملیونونو بې وزلو ښځو باندې د بشري مرستو درسولو پروسه څنګه د داسې یو سازمان له خوا بندیږي چې شعار یې بشري مرستې او د اړو انسانانو ژغورل دي ؟ـ یاده پریکړه هیڅ ډول حقوقي او منطقي بنیاد او منلتوب نلري ځکه چې دوی د څو تنو هغو مرمنو د حقونو غوښتنه کوي چې د دوي به دفترونو کې یې کار کاوه خو دغه حقغوښتنه بیا ملیونونه بې وزلې او د فقر تر کرښې لاندې ښځې له لومړینو بشري مرستو محروموي.په دی توګه وینو چې ملګري ملتونه د ښځو د حقونو تر شعار لاندې د ملیونونو ښځو د وژلو منسوبه یې جوړه کړې ده . ملیونونه بې وزلې ښځې باید مړې شي تر څو یو څو تنو ته د کار زمینه برابره شي !ـ درییمه خبره دا چې ملګري ملتونه غواړي دملیونونو انسانانو د وژلو لپاره حقوقي تعبیر ولټوي او هغه دا چې د ټولو پایلو پړه به پر اسلامي امارت باندې وي . د دی خبرې مانا دا ده چې هغوې ته د ملیونونو ښخو ژوند او مرګ مطرح نه دی خو یوه خبره ورته مطرح ده چې څنګه دافغانستان حکومت پړ وګڼي او فشارونه پرې واچوي یعنې دا چې په دی معامله کې له ښخو او دهغوې له مظلومیت او لوږي نه دافغانستان د اسلامي امارت پر وړاندې سیاسي استفاده کیږي .خو بلې خواته د یو مجاهد او مسلمان خبرې چې وایی مونږ د ښځو حق نه ضایع کوو او له نړۍ سره هم د ښو اړیکو غوښتونکي یو خو ځینې ارزښتي مسلې دي چې زیان یې یو هیواد ته هم نه رسیږي .اسلامي امارت د ښځو له کار او زدکړې سره هیڅ وخت مخلفت نه دی ښودلی بلکې دومره غواړي چې په مکتبونو، پوهنتونونو او ادارو کې دی اسلامی شرایط په پام کې ونیول شي . هر هیواد د کار او زدکړو په برخه کې د خپلو کلتوري او دیني ملحظاتو پر بنا ځانګړي چوکاټونه لري چې افغانستان هم دا حق لري .بله خبره د بې وزلۍ او اقتصادی ستونزو مسله ده چې مسوولین یې معلوم دي . دوی خپله دافغانستان پیسې کنګل کړي دي تر څو خلک بېوزلې شی او بیا د بشري مرستو په پلمه د سیاسي فشارونو وسیلې ولټوي. واقعیت دا دی چې دوه ګونی چلند او له ښځو نه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخیستل ، ستونزې نه حلوي بلکې ډیروی یې .دنیا باید دافغانستان د سیاسي خپلواکۍ په احترام ، هره مسله د افغانستان حکومت سره د رسمي خبرو په اډانه کې مطرح کړي نه دا چې دسیاسي فشارونو له لارې ، نا روا غوښتنو ته درسیدو لاری چارې ولټوي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button