افغانستانجهانگزارش ها

د ازادي راديو بې رویې تبلیغات

ازادي رادیو داسی یوه رسنۍ ده چې په تیروشلو کلونو کې دافغانستان لپاره خپرونې کړي دي . د دی راديو مرکز په پراګ کې دی خو په افغانستان کې هم دفترونه درلودل او خپرونې یې کولې .د دی راډیو تمویل کوونکی د امریکې متحده ایالات دي.په تیرو شلو کلونو کې ازادي راډیو د نظام یو پلوی راډیو بلل کیدله . که څه هم چې د رادیو چلوونکو تر ډيره بریده هڅه کوله چې د بې پریتوب اصول په پام کې ونیسي خو عمومی افکار او انګیرنې داسی وې چې ګنی ازادي راډیو د دولت یو ملاتړ کوونکې راډیو ده خو هر کله چې د امریکې متحده ایالتونو او حکومت تر منځ څه مشکل یا کومه مسله رامنځته کیدله نو ازادی راډیو به د امریکې ملاتړ کاوه نه د حکومت .دجمهوري حکومت تر سقوط وروسته دازادي راډیو روحیه د اسلامي امارت پر خلاف شوه.یادې راډیو تر ډیره بریده هڅه وکړه چې اوسنی حکومت په هره مسله کې پړ وښیي.یاده راډیو دیو څو تنو معلوم الحالو کار پوهانو له خولې یې د نظام تخریب ته بډې وهلې وې او له هرې مسلې نه د حکومتي ضد تبلیغاتو د وسیلې په توګه کار اخیست .دغه لړۍ اوس هم د ازادي راډیو په ویبپاڼه کې روانه ده .دوه ورځې وړاندې چې په سمر قند کې د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو غونډه جوړه او دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم پکې دعوت شوی وو، دایران دبهرنیو چاور وزیر حسین عبدالهیان په دی غوڼده کې ویلي وو چې نړۍ باید افغانستان د اوسني حکومت یا د طالبانو مجبوریتونه درک کړي.دایران دبهرنیو چارو وزیر دا خبره یوازی د ایراني چاروکو خبره نه ده بلکې تر دی وړاندې د نورو هیوادونو مشرانو او استازو هم ورته خبرې کړي دي ځکه چې دنیا سره تعامل ، ایجاب د دی کوي چې نړۍ باید کم تر کمه پر خپلو غلطو انګیرنو او اندونو باندې بیا کتنه وکړي .د ازادي راډیو دی لپاره چې د ایران دبهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې چلنج کړي ،د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې د ټولنیزو شبکو ځینو کار کوونکو د ایران د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو بر وړاندی منفي غبرګون ښودلی .ورپسی د خپل سایت یا ازادي راډیو د ویب پاڼې یو دوه کتوونکي یې یاد کړي دي چې د حسین عبدالهیان په ځواب کې ویلي دي چې ګنی طالبان اصلاح کیدونکي نه دي .دایوه معموله خبره ده چې هر خبر ، ریپوټ یا انځور چې په یو سایت کې خپریږي دبیلابیلو غبرګونونو سره مخامخ کیږي .هر ویبپانه چې وکتل شي ، منفي او مثبت غبرګونونه لري خو د ټولنیزو شبکو منفي غبرګونونه هیڅ وخت د رسنیو له لارې د منبع په توګه نه کارول کیږي او د ژورنالیزم د اصولو پر بنسټ هم معتبره منبع نه شي بلل کیدای ځکه چې اکثره اکونتونه په مستعارو نومونو جوړ شوي ړي او د جعلي ادرسونو بڼه لري .بله خبره دا چې د ایران دبهرینو چارو وزیر د یادو څرګندونو پر وړاندې مثبت غبرګونونه نظر و منفي غبرګونونو ته ډیر زیات دی خو ازادي راډیو یوازی یو یا دوه منفي غبرګونونه یې را اخیستي او ورباندی راپور جوړ کړی دی.دا کار دژورنالیزم له اصولو او معیارونو سره په ټکر کې دی او د رسنیو بی پریتوب تر پوښتنې لاندې راولي .د ازادي راډیو مشران دی پر دی مسلې باندې غور او څیړنه وکړي او مسوولو کسانو ته لارښوونه وکړي چې په منفي او بې بنیادو تبلیغاتو باندې دخپلې رسنۍ اعتبار لا خراب نکړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button