افغانستانگزارش ها

د پراختیا ملي شرکت: د بودیجې نشتون له کبله، نژدي 600 پراختيايي پروژوي په ټپه ولاړې دي.

‘افغانستان کې ۶۰۰ پروژې د پراختیايي بودجې نشتوالي له کبله په ټپه ولاړې دي’توانا خبري اژانس د وري 27، د افغانستان ملي پراختیا شرکت وایي ۶۰۰ پروژې یې د پراختیایي بودجي نشتوالي له امله په ټپه ولاړې دي.ددغه شرکت مسئولان وایي له جوړښت وروسته یې په ۱۱۳۱ پروژو کار پیل کړی وو چې له سیاسي بدلون وروسته یې نږدې شپېته سلنه کارونه شاته پاتې شوي دي.یاد شرکت دارنګه وایې هغو ادارو ته یې چې پروژې بشپړې کړي نږدې ۱۸ اعشاریه ۴ میلیارده افغاني یې نه دي ورکړې نو ځکه نوې پروژې نه شي پیلولای او نه هغو شرکتونو ته پیسې ورکولای شي چې ترې پوره وړي دي.دا مالومات د افغانستان ملي پراختیا شرکت د خپل کلني رپوټ او راتلونکو پلانونو وړاندې کولو پر مهال په کابل کې له رسنیو سره شریک کړل.د یادولو ده چې د ملي پراختیا شرکت د افغانستان د تېر جمهوري دولت لخوا په ګڼو برخو کې د پراختیایي کارونو لپاره جوړ شو او یوازېنۍ اداره ده چې د تېر حکومت لخوا ورته ټاکل شوی مشر یې د طالبانو په حکومت کې په خپله دنده پاتې دی.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button