جهانگزارش ها

په آمریکا کې په لومړي ځل مسلمانانو ته اجازه ورکړ شوه چې آذان په لوډ سپيکر کې وکړې

توانا خبري اژانس د وري 26، د امریکایي مسلم ټولنې په نامه جومات چې د متحده ایالاتو د مشیګن ایالت په ډیربورن ښار کې په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې جوړ شوی په امریکا کې لومړنی جومات دی چې په لوډ سپیکر کې د آ‌‌ذان کولو اجازه ورته ورکړل شوې او غږ یې د جومات څخه بهر هم اوریدل کیږي.دا جومات پدې ایالت کې ۸۵ کاله وړاندې (1938)ز کال کې آباد شوی او تر ټولو زوړ جومات دی.سره لدې چې په متحده ایالاتو کې د مسلمانانو جوماتونه اوس ډیر دي خو دا جومات یو شمیر مسلمانانو چې د فورډ موټر جوړولو په شرکت کې د کار کولو لپاره د ډیربورن ښار ته تللي و د جومات لومړی پوړ جوړ کړ او په لوډ سپیکر کې د ا‌ذان کولو اجازه ورته ورکړل شوې.جومات ته ډیری راتلونکي عبادت کوونکي عربان دي خو د یو شمیر آسیایي او افریقایي هیوادونو اتباع هم ورځي.د جومات مسؤل یحیی الفاتح وايي چې، د سیمې خلک دا جومات د خپل ژوند تر ټولو مهمه برخه بولي او تقریباً ټولې چارې یې د جومات سره تړلې دي.ښاغلي الفاقح زیاته کړه، ” د جومات شاوخوا پراته خلک تل جومات د خپل ژوند مرکزي برخه بولی. دلته ماشومان او کورنۍ راځي او کله چې خلک مرستې ته اړتیا ولري، هم جومات ته مراجعه کوي”.د جومات مسؤلین وایي چې د ځوانانو لپاره د قرآنکریم د حفظ کولو پروګرامونه لري او د روژې په میاشت کې د قاریانو تر منځ د تلاوت کولو سیالۍ هم کیږي. د يادونې وړ ده چې، د ډیربورن په ښار کې د مسلمانانو شمیر ډیر دی او په ۲۰۲۱ کال کې د نومبر په انتخاباتو کې د لومړي ځل لپاره یو مسلمان عبدالله حمود د دې ښار ښاروال وټاکل شو.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button