افغانستانگزارش ها

اسلامي امارت ته د نړيوالې ټولنې شين څراغ!

د افغانستان اسلامي امارت د رسميت پژندو په موخه ملګري ملتونه ګډه ناسته جوړوي توانا خبري اژانس د 30مه، د ملګروملتونو عمومي منشي مرستیالې امینه محمد اسلامي امارت سره د تعامل پر اړتیا د ټینګار په ترڅ کې ویلي، چې دغه اداره په راتلوونکو ورځو کې د افغانستان اوسني حکومت د رسمیت پیژندلو په سر د بحث لپاره یو کنفرانس جوړوي.آغلې محمد وویل، چې په دې نړیواله غونډه کې به د نورو سربیره د افغانستان لپاره د نړۍ د ټولو هیوادونو ځانګړي استازي په یو میز سره راټول شي.همداراز نوموړي زياته کړه چې: ” ددې سربیره مونږ هیله لرو، چې مونږ به هغو لومړنیو کوچنیو ګامونو اخیستلو ته لاره ومومو، چې مونږ بیرته د اسلامي امارت رسمیت پیژندلو لارې، د اصولو پراساس رسمیت پیژندلو ته سم کړي”.په ورته وخت کې افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خیلیزاد، د سه شنبې د ورځې ناوخته په څو پرله پسې ټیټونو کې ویلي، چې د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو گوتیرش به په دوحه کې ددې کنفرانس کوربتوب وکړي.زلمي خلیلزاد ددې کنفرانس د جوړیدو څخه هرکلی کړی او سپارښتنه یې کړې، چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې بشپړ پلي کیدل باید د یو ګډ هدف په توګه ومنل شي. خلیلزاد ټینګار کړی، چې د دوحې هوکړه لیک په بشپړ ډول عملي شوې نه دی او ددې هوکړې پر ځای بل کوم وړاندیز چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړولري هم نشته دی.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنان بخوانید
Close
Back to top button