افغانستانگزارش ها

ملګري ملتونه: که طالبان ښځو ته د کار اجازه ورنکړي راتلونکې میاشت له افغانستان څخه وځو

توانا خبري اژانس د وري 30مه، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام يا يونما مشر وایي، که چیرې د اسلامي امارت چارواکي قانع نه شي چې ښځو ته په دې سازمان کې د کار کولو اجازه ورکړي، ملګري ملتونه چمتو دي چې د می په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو “زړه ماتوونکې” پرېکړه وکړي.اسلامي امارت د اپریل په میاشت کې ښځې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو څخه منع کړې، او له هغه څخه مخکې د تیر کال په دسمبر کې یې افغانې میرمنې په داخلي او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو کې له کار کولو څخه منع کړې وې. د ملګرو ملتونو یو راپور چې د سه شنبې په ورځ خپور شو ښیي چې د بد اقتصادي وضعیت سره مخ افغانستان د ښځو کار کولو ته سخته اړتیا لري.د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او ملګرو ملتونو ویلي چې که ښځو ته د کار اجازه ورنه کړل شي او له افغانستان سره نغدي مرستې کمې شي، نو دا هیواد به سقوط وکړي.ملګري ملتونه وايي، سرپرست حکومت له یوې خوا د پراخو بشري او پراختیايي مرستو جریان ته اجازه ورکوي او له بلې خوا په پرله پسې ډول نوي فرمانونه صادروي او بدلونونه رامنځته کوي.په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت پړه پر اوسني حکومت اچوي، خو د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت ویاند وايي، نړیوال بانکي محدودیتونه، د افغانستان د زیرمو کنګل کول، د بشري مرستو ځنډول او د اقلیم بدلون د افغانستان د کمزورتیا او کمزوري اقتصاد له لاملونو څخه دي.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button