افغانستانجهانگزارش ها

دوجاریک: د ملګرو ملتونو سازمان غړي هېوادونه، د افغانستان اسلامي ام/ارت په رسمیت پيژندلو صلاحیت لري.

د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند سټیفن دوجاریک وايي، د دغه سازمان د منشور له مخې، د یو دولت په رسمیت پېژندنه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو په صلاحیتونو کې شامله ده. توانا خبري اژانس، د وري 31، د ملګرو ملتونو وياند ددغه سازمان په مرکزي دفتر کې په يوه خبري ناسته کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستیالې څرګندونو په اړه وویل: “په رسمیت پیژندل د [ملګرو ملتونو د] غړو هیوادونو کار دی. دا حقیقت د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ ولاړ دی او په دې کې د پوښتنې هیڅ ځای نشته.”همداراز د ملګرو ملتونو ویاند.دوجاريک وویل، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په کوربه توب د تړلو دروازو ترشا غونډه به د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي، او د ګډون کوونکو هېوادونو استازي به پکې د خپلو ګډو موخو پراساس د افغانستان د وضعیت د یو باثباته حل لپاره خبرې وکړي.دوجاریک له طالبانو سره د تعامل په اړه وویل: “د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې آند دی چې د واقعیت، اصولو، ستراتیژیک صبر او انعطاف وړ اصولي تعامل لپاره د چوکاټ رامنځته کول یو بیړنی لومړیتوب دی.”د ېادوني وړ ده چې، تر اوسه د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون چې د طالبانو پخوانی حکومت یې په رسمیت پېژندلی و، هېڅ هېواد د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button