افغانستانگزارش ها

د 217 عمري قول اردو قوماندان مولوي ابراهیم اخند، د بلخ یو شمیر تولیدی فابریکو نه لیدنه وکړه.

د 217 عمري قول اردو قوماندان مولوي ابراهیم اخند ، او د بلخ ولایت د صنایعو او سوداګری ریس قاری امیر محمد متقی سره په ګډه د بلخ یو شمیر تولیدی فابریکو نه لیدنه وکړه. (توانا خبري اژانس د غوايي 6، 1402) ويل کېږي چې په يادو فابريکو کې میلیونونه ډالر پانګونه شوي، او په عملي ډول يي د یو معياري فابريکو په بڼه تولیدي فعالیتونه رامنځته کړي. همداراز يادو شرکتونو کي په سلهاو کسان په کار بوخت دي او دغه شرکتونه توانیدلي چې، ډير شمير خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د هیواد په کچه خپل با کیفیته او اسټندرد محصولات وړاندی کړي. د 217 عمري قول اردو قوماندان حاجی ابراهیم اخند په خپلو خبرو کې د تولیدي شرکتونو له مدیرانو سره د هر ډول همکاری ژمنه وکړه. او همدارنګه یی د هیواد رئیس الوزراء پیغام د فابریکو خاوندانو او چارواکو ته ورساوه، چي پر بنسټ يي، په ملکي او نظامي برخو کي کورنیو تولیداتو د کارولو په برخه کی جدي اقدام وشي. هغه ددي پيغام د تطبیق په برخه کی د هر ډول مرستې ژمنه وکړه. سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button