افغانستانصحت

عامي روغتیا وزارت: په افغانستان کې تيرکال څه باندي 125 زره د ملاريا پيښې ثبت شوي دي

(توانا خبري اژانس د غوايي 5، 1402) د عامې روغتیا وزارت وياند شرافت زمان د ملاريا ناروغۍ پر وړاندې د نړۍ والې ورځې په مناسبت په يوه غږيز پيغام کې ويلي دي چې، تير زيږديز کال کې د هيواد په کچه 125 زره او 788 د ملاريا مثبتې پيښې ثبت شوي.هغه زياته کړه چې، له 2016 نه تر 2023 کال پورې په افغانستان کې د ملاريا ناروغۍ پيښې نږدي 67 سلنه کمې شوې دي.زمان وويل چې، له تيرو څلورو کلونو راهیسې هيڅوک د يادي ناروغي له کبله ندي مړه او علت هم، صحې خدماتو ته د خلکو لاس رسى ده.له بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان هم په يوه ټويټ کې ويلي دي چې، په تير زيږديز کال کې افغانستان کې 125788 د ملاريا مثبتې پيښې ثبت شوي چې، 2021 کال په پرتله 45 سلنه زيات والى ښيي.ياد سازمان ویلي چې نږدي 90 سلنه دغه ناروغۍ د هيواد په ختيځو څلورو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې ثبت شوي دي.همداراز د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د نړي نيماي نفوس د ملاريا ناروغۍ له خطر سره مخامخ ده.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button