افغانستانگزارش ها

دامریکې تازه اعتراف

امریکايي چارواکو اعتراف کړی دی چې دافغانستان دامنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د داعش هغه مهم مشر وژل شوی دی چې په ۲۰۲۱ کال کې د انتقال پروسې پرمهال دکابل په هوایی ډګر کې دبرید طرح کوونکی وو.امریکایی چارواکو د سي بي اس خبري شبکې ته ویلي، چې یاد کس یوه اونۍ وړاندې وژل شوی، خو د مړینې د تاییدېدلو څیړنې یې یوه اونۍ وخت ونیو.امریکايي چارواکو ویلي، له سیمې د دوی د څارګرو معلوماتو پربنسټ په ډاګه شوه چې د داعش دغه مشر وژل شوی دی. یوه جګپوړي امریکايي چارواکي سي بي اېس ته ویلي: “په حکومت کې کارپوهان په بشپړ باور دي چې دغه کس په حقیقت کې اصلي مسؤل و.”داچې د داعشي خوارجو یو مشر دامنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وزل کیږی ، کومه تازه او حیرانوونکې خبره نه ده ځکه چې دیادې ډلې پټنځایونه وخت په وخت د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په نښه شوي او تر دی وروسته هم هر چیرته چې د مرکز جوړولو هڅه وکړي بیا هم په نښه کیږي .ورسره دا خبره هم جوته ده چې داعشي خوارج په افغانستان کې یوه لویشت خاوره هم په واک کې نلري او نه هم کوم ثابت مرکز لري . خو داخبره تازه ده چې امریکا د افغانستان حکومت ځواکمنتیا باندی اعتراف کوی او په رسمي توګه مني چې دکابل هوایی ډګر دهغې پیښې مسوول چې ۱۲ امریکاییان هم پکې وزل شول ول ، د افغانستان امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.دامریکې له دی اعتراف نه ښکاري چې په لومړي قدم کې داعش دامریکې او ناتو د حضور پر مهال دومره حضور او فعالیت درلود چې دننه هوايي ډګر کې د امریکې کمپ په نښهکړي او داسې یوه ستره چاودنه تر سره کړي چې د ۲۰۰ کسانو په شا او خوا کې له منځه یوسي . خو اوس په فضل د خدای یاده ډله هیڅ دول حضور نلري .دوهم دا چې د امریکې متحده ایالتونو پیچلی استخباراتي سیستم ، وسایل ، امکانات او هر څه دیاد سړي په موندلو بریالي نه شول خو دافغانستان امنیتي ځواکونو وتوانیدل چې د داعشي خوارجو دغه مشر پیدا او له منځه یوسي .دریم داچې دا،ا،ا، په خپلو ټولو هغو ژمنو باندی صادقانه عمل کړی دی او کوی یې چې د دوحې په مذاکراتو کې له امریکې او نړۍ سره کړي دي .دافغانستان ا،ا،ا، ژمنه دا وه چې نه پریږدي دافغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر خلاف وکارول شي او ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې دپاتی کیدو او فعالیت اجازه نه ورکوي .د داعشي خوارجو له منځه وړل پخپله ثابتوي چې اسلامي امارت خپلې ژمنې یو د بل پسې پر ځای کړي دي او کوی یې .امریکا او نړۍ که په رښتیا سره د ګواښونو او ترهګرۍ له منځه تلل غواړي نو باید دافغان حکومت صداقت او وړتیا ته په کتو ، ورباندی اعتماد وکړي او د امنیت ساتلو او شریرو ډلو دله منځه وړلو لپاره ورسره مرسته وکړي او په نړۍ کې د تروریزم ضد حکومت په توګه یې درناوی وکړي.دافغانستان امنیتي ځواکونو په تېرو څه ناڅه دوو کلونو کې دا ثابته کړې چې د بی ساري امنیت د ساتلو وړتیا او اراده لري . دی ځوکونو داسې ډلې ټپلې له منځه وړي دي چې په تیرو شلو کلونو کې د امریکې اوناتو په حضور کې دافغانستان مهمې برخې یې نیولې او لویې لويې اډې یې پکې جوړې کړې وې.داسي یو ځواک سره مرسته او همکاري چې هم د ترهرګرۍ د ځپلو او له منځه وړلو ځواک او هم اراده لري ، د ټولې دنیا دنده او مکلفیت دی .افغانستان باید دیو ځپلواک هیواد په توګه په رسمیت و پیژندل شي او له نړیوالو مرستو برخمن شي تر څو نړۍ په ارامه ساه واخلي او دتروریزم ګواښ له منځه لاړ شي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button