افغانستانگزارش ها

ویشتل شوی بیداره وي

تش په نامه مقاومتیانو او دافغانستان حکومت مخالفو څېرو د اتریش پلازمېنه ویانا کې د خپل دوه ورځني کنفرانس پای کې غوښتنه کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دې د دوحې هوکړه لغوه شي.دوی د دې ناستې اعلامیه کې له ملګرو ملتونو هم غوښتي چې د طالبانو حکومت رسميت پېژندنې لپاره دې له هر ډول بحث ډډه وکړي.د ویانا د دغه کنفرانس پای کې په خپره شوې اعلامیې کې راغلي چې د دوحې هوکړې پایله داسلامي امارت واکمني ده نو دوی د دې هوکړې دوام د افغانستان په خیر نه ګڼي.یو مشهور متل دی چې دروغجن حافظه نلري هغه انسانان چې خپلو موخو ته درسیدو لپاره تل درواغ وایی او خلک تیر باسي ، کمزورې حاقظه لري او زر افشا کیږي . دلیل یې دا دی چې هغوی هره شیبه د یوې اړتیا پر بنا ، یوه خبره جوړوي او دبلې اړتیا لپاره یې ماتوي.تش په نامه مقاومتیان هم ورته خوی لري . دوی دهر وخت له تقاضو سره سم یوه کړنالاره ټاکي او بیا وروسته یې هیروي . کله چې په دوحه کې دامریکې متحده ایالاتونو او داسلامي امارت استازو تر منځ خبرې اترې پیل شوې، د دی بهیر مخالفت یوازی اشرف غنی او حواریون یې کاوه خو هغه څیرې چې نن د تش په نامه مقاومت په نامه هرې خواته ناری سوری وهي ، ټولو پر اشرف غني باندې نیوکې کولې چې په واک کې د پاتې کیدو لپاره ، سولې او خبرو اترو سره مخالفت ښيي. دوی خپله څو څو ځلې دوحې لاړل او داسلامي امارت له غړو یې وغوښتل چې ورسره خبرې وکړي چې دا کار د ځینو اړخونو په منځګړیتوب تر سره شو .د دوحې پریکړه لیک له لاسلیک کیدو وروسته هم دغو څیرو ورسره مخالفت نه درلود ځکه چې پوهیدل داشرف غني حکومت نور دوام نه رواړي او امریکا هم له اوږدې جګړې وروسته پر خپلې ماتې باوري شوې او افغانستان کې د تم کیدو اراده نلري . خو له دی ټولو سره دوی ګومان کاوه چې بیا به هماغسی یو دوه سری حکومت رامنځته شي چې دوی هر یو پکې د یو مظلوم قوم ټیکه دار وي او له قومی ادرسونو په حکومت کې برخه ولري .کله چې اسلامي امارت پر ټول افغانستان واکمن شو او مظبوط مرکزی حکومت یې رامنځته کړ، دوی متوجه شول چې نور د ټیکه دارۍ وخت پای ته رسیدلی او حکومت دټولو افغانانو شریک حکومت دی . اوس د دوحې تړون سره مخالفت کوي ځکه چې دوحه دافغانستان او نورو هیوادونو تر منځ د متقابلو ژمنو او همکاریو یو بنیاد دی.دوحه کې افغان لوری ژمنه کړی چې دافغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر وړاندې نه کارول کیږي او نړۍ ژمنه کړي چې اسلامي دولت سره مرستې کوي .دوی چې دنیا له خوا دافغانستان د منزوي کیدو او افغانستان باندی د لویو قدرتونو له خوا دبیا ځلي حملو انتظار درلود، اوس ویني چې نړۍ له افغانستان سره د سیاسي اړیکو د جوړولو په لټه کې ده او دملګرو ملتونوله خوا یوه نړیواله غونډه را بلل کیږي ، ځکه د دوحې له تړون سره مخالفت کوي او وایی چې دی تړون سره دطالبانو اسلامي تحریک واک ته ورسید حال د اچې د افغانستان او بیا د پلازمینې کابل پوځي فتح یو مجبوریت وو . د اسلامي امارت ځواکونو ، کابل ته د ننوتلو هیڅ ډول قومانده نه وه ترلاسه کړې خو کله چې اشرف غني او له اشرف غني نه وړاندې د مقاومت مدعیانو وطن پریښود او تښتیدل ، نو داسلامي امارت ځواکونه مجبوره شول چې د کابلیانو د سر ، مال اوعزت دساتنې لپاره ښار ته ننوځي او امنیت ټینګ کړي .تر ټولو جالبه خبره خو دا ده چې د دې دلې یو مشر احمد مسعود وایی چې که حکومت انتخاباتو ته غاړه کیږدي نو له وسلوال مقاومت نه به لاس واخلي . ښاغلی مسعود هیر کړی دی چې تش په نامه دوهم مقاومت د اشرف غني د واکنۍ پر مهال جوړ شوی وو او دهغه حکومت پر خلاف له غلو او سړي تښتوونکو ملاتړ یې کاوه، پنجشیر د اشرف غنی او کرزي د حکومتونو پر مهال د وسلو په ګوډام بدل شوی وو او دبلخ ولایت هغه مهال د حکومت متابعت نه کاوه.په هر حال که چیری تش په نامه مقاومتیان غواړي چې دنیا ته یو ځلې بیا دوکه وړکړي ، یو ډیر مشهور متل دی چې ( ویشتل شوی بیداره وي ) دنیا نور دافغانستان په اړه په ناسمو ریپوټونو او دعوو باندې نه باور نه کوي . که دوی غواړي چې افغانان وغولوي ، دافغانستان ملت څو څو ځلې د دوی توطیو ځپلی دی او اوس په خپل خیر او شر باندی ښه پوهیږي . ملت بیا د ازمویل شویو غلو او ډاکووانو د توطیو ښکار نه ګر ځي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button