افغانستانورزش

په آی پي ایل کې رحمن‌الله ګربز د اغېزناک لوبغاړي جایزه وګټله

د هندوستان غوره لیګ په ۳۹مه سیالۍ کې ګجرات ټایټنز لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

توانا خبري اژانس د ثور 10، په دغه سیالي په دواړو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم ولوبېدل چې رحمن‌الله ګربز په کې د اغېزناک لوبغاړي جایزه وګټله.

ګربز د پيل توپوهنه یې کوله، د ۷ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ یې په ۳۹ توپونو ۸۱ منډې وکړې.

ويل کېږي چې دا په یاد لیګ کې د رحمان الله ګربز دویمه نیمه سلیزه ده چې نوموړي ترسره کړه.

دغه راز په دې سیالۍ کې د ګجرات لوبډلې په ګټه نوراحمد لکڼوال په څلورو اورونو کې د 21 ويشتو مڼډو په ورکولو سره 2 لوبغاړي يي وسوځول.

د يادونې وړ ده چې د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته ګجرات لوبډله د نومړو په جدول کې اول مقام ته ورسېده.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button