افغانستانگزارش ها

سرپل ولایت کي ٢٥ جريبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه شوه

سرپل ولايت امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مديريت منسوبینو لخوا د تيري یوي اونۍ په ترڅ کي مرکز اړوند ذکه،ګل تپه،بغاوی، تاشګذر، خير آباد، کلیو او سوزمه قلعه، سانچارک، صیاد ولسوالیو اړوند قفلاتون، دره بند،قزاق ملک،ملک ازبکیه،دره زمچی،کفترخان،اوقاف کلیو کې  ٢٥ جريبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه په بشپړ ډول پاکه کړه.د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزي مديريت  مدير مولوی محمد معصوم صميم وويل چې د کوکنارو  لمنځه وړلو کمپاين دوام لری او ډير ژر به د سرپل په ځينو  نورو سيمو او ولسواليو کي کرل شوي کوکنار په جدیت سره لمنځه يوسي.همدارنګه سرپل امنيه قوماندان الحاج مولوي عبدالبصير مظهري وويل :چي ټولو مسؤلينو او اړونده ارګانونو ته ئي دنده سپارلې چې پدي پروسه کي چټک والی او پرمختګ رامنځته کړي او ددي حرام بوټی د لمنځه وړلو کمپاين کی برخه واخلي.د يادوني وړ ده چې لدي وړاندي سرپل ولايت کي په سلګونو جريبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه شوې او د کوکنارو د لمنځه وړلو کمپاين لا دوام لري.

سرپل ولايت امنیه قوماندانی رسنيز دفتر

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button