افغانستانگزارش ها

د ټاپي پروژې په اړه د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره کيږي.

افغان او د ترکمنستان هيواد استازو هوکړه کړې چې، ډير ژر به د ټاپي پروژې د پلي کولو لپاره د پاکستان په ګډون درې اړخیزه غونډه جوړه کړي. توانا خبري اژانس د ثور 21، د اوبو او انرژۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې، د ياد وزارت، بريښنا شرکت او د ترکمنستان هيواد د استازو ترمنځ د ناسته شوي، او پکې د ټاپي پروژې او نور الجهاد سب ستيشن جوړلو په تړاو خبرې وشوې.په خبرپاڼه کې راغلي چې، پدې ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت او د ترکمنستان هيواد استازو هوکړه کړې چې، ډير ژر به د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزيرانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره شي. څو د يادې پروژې د چټکتیا لپاره هر اړخيزي خبري وشي. د يادونې وړ ده چې، ټاپي د افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان هيوادونو ترمنځ د ګازو نل ليکې غځولو ګډه پروژه ده، چې د 2015 کال په مى مياشت کې د کار د پيلېدو عملي اړخ تړون، د اړوندو هيوادونو ولسمشرانو ترمنځ د ترکمنستان په عشق آباد کې لاسلیک شو.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button