افغانستانگزارش ها

پکتيا ولايت د 8.5 ميليونه افغانيو په لګښت يو سربند جوړ شو.

د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې ددغه ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ په بازو خيلو کلي کې د 8.5 ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو يو سربند جوړ شو. توانا خبري اژانس د ثور 21، د پکتيا ولايت د سينديزي حوزې رييس مولوي محمد کريم فاتح وايي چې، د بازو خيلو کلي سربند او کانال پروژه د سويس هيواد پراختيايي همکاريو ادارې په مالي ملاتړ، د(TLO) دفتر په تخنیکي مرسته او د فرعي سينديزي حوزي ترڅار لاندي پلي شو.ښاغلي فاتح وویل چې دغه سربند 17 متره اوږدوالى، 11.7 متره پلنوالى، او څلور متره ژوروالى لري، او دواړو خواوو ته يي 114 متره اوږدوالي سره محافظتى ديوالونه هم جوړ شوي دي.د نوموړي په خبره لسو لويو او وړو کليو 1700 کورنۍ ګټه اخلي، چې په مرسته يي 400 جريبه ځمکه خړوبيږي.ځايي خلک هم د ياد سربند له جوړيدو نه خوښي ښيي، او وايي لدې سره به ددوي شته ستونزې د اوبو په برخه کې تريوه بريده حل شي.د يادونې وړ ده چې، له تير يوه کال راهيسې پکتيا ولايت کې د اوبو مهارولو لپاره دغه ډول سربندونه جوړ شوي دي.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button