افغانستانگزارش ها

بلخ کي د معدني اوبو او غير الکولي مشروباتو یوې نوي فابریکې په کار پيل وکړ

د بلخ ولايت په شاديانو صنعتي پارک کښې د نور قادري په نوم د معدني اوبو او غير الکولي مشروباتو يوه نوي فابریکه ددې ولايت د سرپرست والي مولوي محمد يوسف وفا په لاس پرانستل شوه. توانا خبري اژانس د ثور 23، ددې فابریکې په پرانیست غونډه کې د بلخ ولايت والي سربيره، ددې ولایت د کانونو رياست رييس امام الدین سنايي زاده، د صنعت او سوداګرۍ چارو رييس قاري امير محمد متقي، د اطلاعاتو او کلتور رياست رييس مولوي ذبيح الله نوراني او يوشمېر صنعت کارانو او سوداګرو هم شتون درلود. پدي غونډه کې ديادي فابریکې رييس بشير احمد قادري د بلخ ولايت له والي نه يي مننه وکړه چې، له سوداګرو او صنعت کارانو نه ملاتړ او ورسره مرسته کوي، او صنعت ته وده او پرمختګ ورکوي. همداراز نوموړي وويل چې اوس مهال د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې پراخوالى راغلى، او د سوداګرو امنیت له پخوا ډير ښه شوى. وروسته د بلخ والي مولوي محمد يوسف وفا په خپلو خبرو کې وویل چې، اوس مهال کوم امنيت چې راغلى سوداګر او پانګه وال تري بايد ښه ګټه پورته کړي، او د هيواد د ځان بسيايني لپاره د کور دننه بايد دوي پانګه اچونه وکړي، ترڅو په صنعت او سوداګرۍ کې څو برابره ډير والى راشي او خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي. د يادونې وړ ده چې دغه فابريکه د بشير احمد قادري په پانګونې جوړه او پکې 150 کسانو ته په مستقیم ډول او 1000 کسانو ته په غير مستقيم ډول کاري زمينه برابره شوي.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button