افغانستانگزارش ها

د نورستان چارواکي: په ټولنيزو رسنيو کې د نيول شوي خرس انځورونه پخواني دي.

د نورستان ولایت د چاپیریال ساتنې چارواکي وايي چې، په ټولنيزو رسنيو کې د ځاي خلکو په لاس د يوه يږي نيول کيدل پخواني مسله ده او اوس مهال د حيواناتو د نه نيول کيدو عامه پوهاوى ورکړ شوى.توانا خبري اژانس د ثور 23، د نورستان ولايت د چاپیریال ساتنې رياست رييس وايي چې، دغه پيښه څوکاله وړاندي د دي ولایت د کامديش ولسوالۍ په اګورو کلي کې شوي وله، چې اوس په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کيدونکى انځور هم د هماغه وخت ده.د نوموړي په خبره دوي خلکوته عامه پوهاوى کړى، او اوس خلک پوهيږي چې نورستان يو ملي پارک ده او د حيواناتو ښکار پکې بند ده.له تيري ورځي راهیسې په ټولنيزو شبکو کي يو انځور لاس په لاس کيږي چې، ګواکې په نورستان کې خلکو يوه يږه نيولي او وژلي ده.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button