افغانستانگزارش ها

يونيسف: د بودیجې د کمښت له امله نشو کولاى د خوارځواکۍ ځانګړي خواړه برابر کړو.

په افغانستان د يونيسف دفتر وايي چې دوي د بودیجې له کمښت سره مخ دي، چې له همدې کبله نشي کولاى د خوارځواکۍ ځانګړي خواړه برابر کړي.توانا خبري اژانس د ثور 23، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ځانګړى صندوق( يونيسف) د يوه ټويټ په خپرولو سره ویلي چې، دوي د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي او له همدې امله دوي نشي کولاى چي د خوارځواکۍ ځانګړي خواړه برابر کړي، چې زرګونه ماشومان ښايي د سختې خوارځواکۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.ددي سازمان په ټويټ کي همدارنګه راغلي چې، ديادو خوراکي توکو د برابرولو لپاره دوي په چټکه توګه 21 ميليونه ډالرو ته اړتیا لري.په افغانستان کې د يونيسف سازمان د تغذيي مسؤلي ملاني ګالوين ويلي چې، په روان کال کي، افغانستان کې څه باندې 875 زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.دا پداسې حال کې ده چې، اوچا ادارې هم ويلي و چې، د بشري مرستو لپاره ددوي بوديجه مخ په خلاصيدو ده، چي د يادي لړي دوام لپاره دغه سازمان ته د بودیجې غوښتنه کړې وه.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button