افغانستانگزارش ها

د هيواد په ختيځ ننګرهار ولایت کې د پوليو (ګوزڼ) ناروغۍ دوهمه مثبته پيښه ثبت شوه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ سازمان (يونيسف) وايي چې، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ بله پيښه ثبت شوي چې لدي سره په روان کال کي دوهمه پيښه هم ثبت شوه.توانا خبري اژانس د ثور 26، د ياد سازمان له پوليو سره د مبارزې پروګرام د عامه اړیکو مسوول سيد کمال شاه وايي، په کوټ ولسوالۍ کې ناروغه 11 کلنه ماشومه ده چې مياشت وړاندې د ناروغۍ نښي پکې څرګنده شوي وي او وروسته له معايناتو يي پيښه مثبته ثبت شوه.د افغانستان عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت له اړوندو نړيوالو ادارو سره په همغږۍ د ګوزڼ ضد فرعي واکسين کمپاين په همدې اونۍ کې پلي کوي چې په پايله کې به يي 6.4 ميليونه ماشومان به د يادي ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.د يادونې وړ ده چې په هيواد کې په 2020 کال کې ددې ناروغۍ 56 پيښې، په 2021 ز کال 4 مثبتې پېښې، او په 2022 کال کې يواځې 2 مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button