افغانستانگزارش ها

دهلمند اوبه او دایران ځانغوښتنه

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي له یوه ایراني ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، دافغان حکومت په اډانه کې د پرځېدلي جمهوریت مهال متخصصان د ستونزو او د هلمند سیند تړون د نه پلي کېدو لامل ګڼلي دي:”موږ په ځلونو طالبانو ته ویلي، د جهموریت مهال هغه متخصصان چې لا هم برحاله دي، ستاسو د اعلانېدونکو سیاستونو خلاف عمل کوي، نو ځکه هغه پایله نه تر لاسه کېږي چې تمه یې کېږي. باید ډاګیزه یې ووایم؛ دغه متخصصان د جمهوریت مهال له هغو چارواکو سره اړیکه لري چې له بهرنیانو سره تړلي دي.”کوم تړون چې په ۱۳۵۱ کال کې دافغانستان او ایران تر منځ د هلمند د اوبو په اړه لاسلیک شوی دی ، هیڅوخت د افغانستان له خوا نه دی نقض شوی دشاهی دورې نه تر جمهوری او دروسانو داشغال نه تر امریکایی اشغاله پورې ، افغان حکومتونو نه یوازی د ایران حقابه نه ده کمه کړې بلکې له خپلې برخې هم سمه استفاده نه ده کړې . دترسره شویو سروې ګانو له مخې په کال کې دافغانستان ۷۵ ملیون متر مکعبه واد اوبه بې له استفادې پاتی کیږي او ګاونډیو هیوادونو ته ځي.دهلمند اوبو د قرار داد له مخی چي په کال ۱۳۵۱ کې دافغانستان شاهی حکومت او ایران شاهی حکومت تر منځ لاسلیک شوی دی ایران ته په هره ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه اوبه منل شوي دي هغه هم په دی شرط چې کال داوبو له کبله عادی کال وي عادی کال هم په همدی تړون کې تعریف شوی دی او هغه داچې ۶ملیارده او ۵۰۰ ملیون متر مکعبه اوبه د دهراوود په مرکز کې محاسبه شوی وی.ددی په خوا کې تړون څرګندوي چې ایران د اوبو دزیاتوالی په صورت کې هم تر ټاکل شوی حقابې زیاتی اوبه نه شي تر لاسه کولی .دتړون بله برخه وایی چې که چیری داوبو کال عادي کال نه وي یعنی د وچکالۍ او نورو لاملونو په وجه اوبه کمې شي نو د ایران په حقابه کې هم د اوبو د کموالي په پرتله کمښټ راځي .خو ایران نه وچکالی ته ګوري او نه هم نورو ستونزو ته چې د اوبو په مسیر کې را پیدا کیږي . په دی مانا چې ایران په هر حالت کې خپله حقابه غواړي . دتړون یوې مادې ته ګوري او نورې مادې یې په عمدي توګه هیروي .د ۱۳۵۱ کال رادیخوا چې د هلمند د اوبو تړون لاسلیک شوی دی ، ایران له خپلې برخې زیاتې اوبه تر لاسه کړي دي ځکه چې افغانستان د خپلې برخې د استعمال لپاره هم منابع په اختیار کې نه لرلې . دکمال بند چې دیزان یې د سردار محمد داوود خان په جمهوریت کې شوی وو ، د ایران د مداخلو او دسیسو له امله تر ځلویښټونو کلونو پورې بشپړ نه شو ځکه چې افغانستان دخپلې قانوني برخې د استعمال وړتیا پیدا نکړي او ټولې اوبه ایران ته لاړې شي .دا چې دایران سفیر د دپلوماتیکو نزاکتونو پر خلاف وایی چې د تیرو حکومتونو منخصصین نه پریږي تر څو د ایران حقابې ته حل لاره پیدا شي ، مطلب یې دا دی چې دا چاره باید غیر مسلکي کسانو ته وسپارل شي تر څو د ایران د توطیو او دسیسو په ماهیت باندې پوه نه شي خو اسلامي امارت په هر ه برخه کې کار خپل اهل ته سپارلی او متخصصین یې ساتلي دي تر څو مسلکي او تخصصي کار وکړي .له بله اړخه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یو کال مخکې دا خبره ډاګیزه کړې چې د دواړو هیوادونو تر منځ د ۱۳۵۱ کال لاسلیک شوی تړون ته ژمن دی خو دا چې د ورښتونو د کموالي او وچکالۍ له امله اوبه کمې شوي؛ دا یو واقعي عذر دی، نو هیله من دي چې د ورښتونو په زیاتېدو سره به دا ستونزه هواره شي.دبهرنیو چارو دوزارت دغه خبره هو په هو د هلمند داوبو دتړون خبره ده چې د اوبو دکموالي په صورت کې صراحت لري .په دی هیله چې ایران د غلطو دعوو پرځای پرخپلې قانوني برخې قناعت وکړي او له غیر مسلکي څرګندونو ډه ډه وکړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button