افغانستانگزارش ها

داسلامي امارت دیو بل دریځ حقانیت

یان اېګېلنډ د ناروی هیواد د کډوالو نا دولتی شورا مشر چې په کابل او کندهار کې د اسلامي امارت له مشرانو سره خبرې کړي دي وایی چې په نا دولتی ادارو کې د ښخو د کار په هکله افغان حکومت سره هوکړې ته نږدی شوی او نهایی خبره دا ده چې دوی په داسې لارښود نهايي کولو لګيا دي چې څرنګه ښځې بېرته کاري ځواک ته راوګرځي.”په ورته مهال، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د حکومت د بېلابېلو ادارو او د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو استازو پرېکړه کړې چې د همغږۍ یوه ګډه کمېټه جوړه کړي.کله چې اسلامی امارت په بهرنیو نادولتی ادارو کې د ښخو کار وځنډواوه ، ورسره دلایل یې هم روښانه کړل .اول خو حکومت دیو مسوول ارګان په توګه باید په دی پوه وای چې په نا دولتي ادارو کې دکار شرایط څه ډول دي او څومره دافغانستان د خلکو اعتقادي او کلتوري ارزښتونه په پام کې نیول کیږي خو بهرنیو موسسو، دا زمینه نه برابروله چې افغان حکومت پر دی مسلې واقف وي .دوهمه خبره دا چې نادولتي موسسې دننه افغانستان کې د فعالیت لپاره دافغانستان حکومت څخه اجازه او سند تر لاسه کوي نو باید حکومت ته په ځینو برخو کې چې قوانین ایجاب کوي ، ځواب ویوونکي وی حال داچې ځینو موسسو په تیرو شلو کلونو کې عادت کړی وو چې پرخپل سر کار وکړي او هیڅ چاته ځواب هم ونه وایی.اسلامي امارت که څه هم چې د نادولتي موسسو په کارونو کې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې خو د ښځو د کار او دکار شرایط یې داسی موارد دي چې ارزښتي اړخونه لري . زمونږ ټولنه او ولس ځانته اعتقادي او فرهنګي ارزښتونه لري چې داسلامي امارت او زمونږ د خلکو نصب العین جوړوي.دا داسلامي امارت مجبوریت وو چې د مسلې تر روښانیدا پورې یې په نا دولتي موسسو کې د ښخو کار معطل کړی وای.دا اقدام په دی مانا نه وو چې ګنی اسلامي امارت په ادارو کې د ښخو دکار مخالف دی او اجازه نه ورکوي خو له بده مرغه چي ځینو ناپوهو خلکو له دی مسلې نه هم یوه سیاسي ستونزه جوړه کړه او داسی تبلیغات یې وکړل چې اسلامی امارت ښخو ته په ادارو کې د کار اجازه نه ورکوي .اسلامي امارت بار بار دامسله څرګنده کړه چې اصلي علت د ښځو له کار سره مخالف نه بلکه د کار نا څرګند شرایط وو . اسلامي امارت دا هم جوته کړې وه چې تر هغې پورې به ښځې نادولتی ادارو ته نه ځي چې اسلامي امارت د هغوی دکار له شرایطو اطلاع او ډاډ ونلری .له بده مرغه چې د اسلامي امارت له واکمنیدو سره سم و د منفي تبلیغاتو یوه پروسه پیل شوې ده چې له هرې خبرې نه غلطه مانا راباسي او دافغان ولس د ارادې پرخلاف یې توجیه کوي.کله چې د پوهنتونو دروازې هم د ورته شرایطو د اصلاح لپاره دیوې لنډې مودې لپاره بندې شوي ، دری ته ورته تبلغات پیل شول .تبلیغات دومره ړانده او غیر اصولي ول چې حتی په ځینو ولایتونو کې د پوهنتونونو او ملکتوبو شتوالي ته یې هم ونه کتل . دوی دومره سوچ هم ونکړ چې که اسلامی امارت د ښخو له کار سره مخالف وي نو بیا ولی ورته په نورو دولتی او خصوصي موسساتو کې دکار کولو اجازه ورکوی؟خو اوس دغه مسله هم روښانه شوه چې اسلامی امارت د ښځو دکار او تعلیم مخالف نه دی بلکې د کار شرایط باید زمونږ د دینی او کلتوري ارزښتونو سره برابر وي .بهرنیانو تر دی دمه داسې تبلیغات کول چې دافغانستان حکومت له بنیاده د ښځو له تعلیم او کار سره مخلفت لري خو نن پخپله وایی چې پر داسی یو میکانیزم کار روان دی چې په نادولتی موسسو کې د ښخو د کار شرایط څرګند کړی.یادو موضوعاتو ته په کتو ویلی شو چې دافغانستان اسلامی امارت دریځ د ښخو به برخه کې هماغه پخوانی دریځ دی یعنی دا چې ښخې د تعلیم ، تحصیل او کار حق لري خو کاراو تعلیم باید د تعلیم او کار لپاره وي نه د دین او کلتور د ځپلو لپاره.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button