افغانستانگزارش ها

زندانونو ته دامی/رالم/ومنین حف/ظ الله پاملرنه

داسلامی ام/ارت مشر امی/رالم/ومنین حف/ظ الله یو کمسیون ته دنده سپارلې ده تر څو په ټول هیواد کې د زندانونو تنظیم او معیاری کولو لپاره طرزالعمل ولیکی .امی/رالم/ومنین دغه راز لارښوونه کړې چې زندانونه باید تر دی وروسته د تادیب او انسان جوړونې په مرکزونو بدل شي .زندان یا بندي خونه دټولو هیوادونو په قوانینو کې خآنته تعریف لري خو له بده مرغه چې په یو هیواد کې هم د تعریف سره سم زندانونه وجود نلري.هغه ټکي چې د زندانونو دتعریف په هکله د نړۍ په قوانینو کې شریک دي دا دي چې :(زندان داسی یو ځای دی چې پکې د محکمو له خوا په بند محکوم شوي خلک دسزا تر پوره کیدو پورې ، د بیا روزنې ، کسب زده کولو او ټولنې سره د ښه تعامل لپاره ساتل کیږي )له پورتني تعریف څخه هم پوره پوره څرګندیږي چې زندان د بیا روزنې ځای دی نه د عذاب ورکولو. دزندانونو او بندي ستالو یوه روښانه فلسفه دا ده چې انسان باید بیرته په ټولنه کې د رغنده ژوند تیرولو لپاره چمتو شي تر څو بیا په جرم او جنایت باندی لاس پورې نکړي .له بده مرغه چې دافغانستان زندانونه د روحي او جسمي شکنجو او عذابونو مرکزونه پاتی شوي دي . په تیرو پنځو لسیزو کې داسې نادودی او ناکردې پکې شوي دي چې ژبه او قلم هم له څرګندولو یې عاجز پاتی کیږي .په ۱۳۵۷ کال کې چې دموکراتیک ګوند دیوې کودتا په پایله کې واک ته ورسید، دافغانستان مرکزي زندان چې د څرخي پله په زندان باندی مشهور دی، د مسلمانانو په قتلګاه او ډول ډول عذابونو ورکولو لوی مرکز شو. هلته د بندیانو نوکونه له بیخه ایستل کیدل ، سترګې یې ړندیدلې ، کوتې یې پری کیدل او …..د څرخي پله د زندان پولیګون په هلکه په سل هاوو مستندې مقالې هم خپرې شوي دي چې له ډیرو هولناکو جنیاتونو، پردې پورته کوي.تر هغې وروسته د امریکې او ناتو داشغال په شل کلنه دوره کې یاد زندان او دافغانستان نور زندانونه یو ځلې بیا د مسلمانانو او بې ګناه خلکو د شکنجه کیدو په مرکزونو باندې بدل شول.په یاده دوره کې په زرهاوو انسانان ، امریکایی ځواکونو ته هم وسپارل شول تر څو دهغوی په زندان ( ګونتانامو) کې دعذابونو او کړاوونو شپې سباکړي .ګونتانامو کې ساتل شوي مسلمانان دنورو عذابونو برسیره د امریکایی سپو لخوا هم ډارل کیدل . په کوچنیو او تیارو اطاقونو کې ستل کیدل او تر پښو لاندې یې یخې اوبه خوشې کیدې.اوس چې امی/رالم/ومنین حف/ظ الله دی مهمې مسلې ته په کتو ، لارښوونه کړې چې د زندانونو د چارو کنترول او ادارې لپاره دی د یو کمسیون له خوا طرزالعمل جوړ شي ، داسلامي ام/ارت یو بل انساني سیاست دنیا والو ته څرګندیږي . هغوی چې د اسلامي ام/ارت غړي یې په بندی خونو کې تعذیب کړي او په شهادت یې رسولي دي ، اوس ګوري چې اسلامي ام/ارت هماغه زندانونه د تجدید تربیت په مرکزونو باندی بدلوی .دافغانستان خلکو لپاره دا یوه ډیره ښه او مبارکه موقع ده چې دافغانستان زندانونه د اسلامی دین له احکامو سره سم په روزنځایونو او اصلاح په مراکزو باندی بدل شي تر څو له زندانه خوشی شوي خلک په ټولنه کې د یو سالم او روزل شوي انسان په توګه ژوند وکړي نه دا چې دتیر په ځیر په عقدیي خلکو باندی بدل شي

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button